سعودي حکومت د مکي حرم بل امام شيخ بندر بليله هم نيولی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۵وږي، ۱۳۹۷ل): د سعودي د ټولنيزو شبکو فعالانو ويلي، چې د مکي حرم امام الشيخ بندر بن عبدالعزیز بليله د لنډې مودې لپاره زندان ته اچول شوی و.

د راپورونو له مخې شيخ بندر بليله د مکي حرم خطيب او د طائف پوهنتون استاد د روان سپمتبر په يوولسمه شپه په داسې سپکه طريقه له خپل کور څخه نيول شوی، چې د يوه عالم له شان سره مناسب نه وي.

د سرچینې په وینا نوموړی د څلور ورځني بند وروسته د تېرې شنبې په ورځ بیرته ازاد شوی او د دې لپاره چې د سعودي چارواکو په وړاندې عامه ذهنیت بیرته ورغوي تېره ورځ یې د مازدیګر او ماسخوتن لمونځونو د امامت لپاره مکي حرم ته بیولی و.

په روانه سپتمبر مياشت کې د حرم شریف دا دوهم امام دی، چې نيول کيږي.

تر دې وړاندې د حرم شريف بل امام شيخ صالح ال طالب هم نيول شوی او تر اوسه يې په اړه څه نه دي ويل شوي.

 د شيخ صالح د نيول کېدو لامل دا بلل شوی و، چې هغه د سعودي چارواکو له لوري په دغه هېواد کې د فحشاوو، موسيقي او سينماوو ټينګ مخالفت کړی و، خو د  شيخ بندر بليله د نيول کېدو په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي.

د بنديانو په اړه راپور ورکوونکی د ټويټر اکاونټ (معتقلي الرای) وايي، چې د بيان ازادۍ له امله په سعودي کې د نيول شوو کسانو شمېر ۲۶۱۳ ته رسېدلی دی.

ويل کيږي، چې د بيان ازادۍ له امله نيول شوي زنداني علماء د روغتيايي نه پاملرنې له امله د نورو مرضونو سربېره په جلدي ناروغيو اخته شوي دي.

 د راپورونو پر بنسټ د شيخ سلمان العوده په ګډون د يو شمېر نورو علماوو روغتيايي وضعيت ترينګلی دی، حکومت يې په اړه سترګې پټې کړي دي او هېڅ ډول اسانتيا نه ورته برابروي.

تېره مياشت يو بل سپين ږيری سعودي عالم شيخ سفر الحوالي هم د مرض له بستر څخه په مريض حالت کې له خپلو څلورو زامنو سره نيول شوی او تر اوسه يې د مرګ ژوند په اړه معلومات نه دي ترلاسه شوي.

د سعودي وليعهد محمد بن سلمان په مشرۍ دغه هېواد د يوه پراخ يو اړخیز بدلون پر لور چټک روان دی، چې يو خوا ته په کې غربي کلتور، موسيقي، د ښځو ازادي، سينما او ورته شيانو ته ورځ تر بلې ازادي ورکول کيږي، خو په مقابل کې يې په ديني امورو، علماوو او دعوتګرانو بنديزونه لګيږي او زندان ته لېږدول کيږي.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
دیوبندی
میلمه
دیوبندی

نن دماخستن لمونځ بندر بن عبدالعزیز بليله راکړو

حضرت
میلمه
حضرت

زه د سعودی د وهابی ملایانو حقانیت ته هیڅ عقیده نلرم خو خبره داده چي:
د آخری زمانی نخښي دی
لیبرالیسټان او د کابل د ادارې سکولر آشپزان نن سبا د پیسو پخاطر د سعودی د مرتجع شاه او درباری مُلا خوټی ور مچوی
بله نخښه ئې داده چه د شیطان او د بشر د حقوقو او دموکراسۍ تودې اړیکی رسوا شوې پدې معنی چي د غربیانو ګټی چي هر ځای خوندی وی هلته د بشر حقوق هیڅ مانا نلری، که رشتیا عدالت او دموکراسی ارزښت ولری نو د سعودی ملایان ( د یو انسان پتوګه) ولی باید زندانی شی؟

اقبال
میلمه
اقبال

زما د اسلامی سیاسی معلومات له مخی : هغه وخت مو په یاد دی چه جورج بوش د اسلامی نړی مسلمانانو په مقابل کی په لمړی ورځ صلیبی او دوهمه ورځ د تروریزم جنګ اعلان کړو یعنی مسلمانان دهشتګر او اسلام د دهستګری دین دی صلبیان او یهودان یی باید په ګډه د صلیبی جنګ په تسلسل چاره وکړی . هماغسی وشول بوش یی شروع ، اوباما د هغه جنګ ته تداوم او ترمپ یی د ختم اعلان وکړو یعنی لمړی یی د سعودی کعبه او بیا یی د فلسطین بیت القدس فتح یعنی خبل سفارت یی ورته نقل کړو… نور لوستل »