د وژل شوي طالب جسد سوځولو خلک راپارولي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶وږي، ۱۳۹۷ل): له تيرې ورځې راهيسې په ټولنیزو شبکو کې د طالبانو د يو وژل شوي جنګيالي جسد چې افغان عسکرو سوځولی ښکته پورته کيږي چې د خلکو غوسې او غبرګونونه يې راپارولي دي.

دغه جسد چې د فراه ولايت په بکوا ولسوالۍ کې د امنيتي سرتيرو لاسونو ته ورغلی، د ملي اردو د يو ټولي چې مشري يې د ګل نبي په نامه يو قومندان کوي سوځول شوي دی.

په انځور کې ليدل کيږي چې عسکرو طالب له پښې څخه له موټر پسې تړلی دی چې له کشکولو وروسته يې له سوي سکور جسد سره انځورونه ويستلي دي.

د امنيتي عسکرو دغه عمل په ټولنيزو شبکو کې د ډيرو افغانانو غوسې راپارولې دي او دا يې ستر ظلم او وحشت بللی دی.

د ټولنيزو شبکو فعالانو ويلي دي چې د عسکرو دغه عمل د ټولو اسلامي، جنګي قوانينو او افغاني کلتور خلاف عمل دی، چې بايد مخه يې ونيول شي.

له پرون راهيسې په فيسبوک کې دغه انځور يو شور جوړ کړی چې د طالبانو پلويانو او مخالفينو دواړو د ا منيتي ځواکونو دغه حالت غندلی دی.

د تبصرو ليکنو ترڅنګ يو شمير شاعرانو هم د دغه وژل شوي او سوځول شوي طالب په حق کې شعرونه هم ليکلي دي.

د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې جګړه ييز حالت ورځ تربلې خونړی کيږي او د وحشت بيلابيل حالتونه خپلوي.
تر اوسه په دې اړه طالبانو او يا دولتي چارواکو څه نه دي ويلي.

ټولنيز فعال او ليکوال شفيع اعظم اورياخېل ليکي:

موږ د سولې دروازه کې یو.
حکومت او طالب جنګیالي دې تر بل هر وخت زیات د جګړې اصول او بشري کرامات مراعت کړي.
وېل کېږي فراه کې عسکرو د یوه طالب جسد سېځلی او بیا یې ور سره په فخر سلفیانې اخېستي.
دا ډول کړنې نه انساني دي نه افغاني او نه هم اسلامي. دا د یو څو اجیرو لخوا شوي جنایتونه دي چې د جګړه مار بادار لخوا یې ورته د نمایش امر شوی.
دوهم دا چې دا کار که حکومتي عسکر کړي که طالب نو فرضا سبا که سوله را هم غله، نو دغه وژل شوی طالب/عسکر به ورور لري، تربور لري یو یار به لري.
وایم چې له اسمانه هم در باندې د بخښنې نعره وشوه د پټان له شخصي بدۍ قران که خلاص شئ.
سړیتوب او مېړانه په دوستۍ او دوښمنۍ دواړو کې د عاقل انسان کار دی او ټولو ښکېلو غاړو ته یې د دوی د خېر لپاره توصیه کوو.
نوټ: هیله کوم د هغه وحشت عکس مه خپروئ. لاهم انسانیت شته او د لېدو تاب یې نلرو!

تکړه شاعر جانان خدرخېل ليکي

د هغه طالب د سوځېدلي جسد او ورسره ناستو عسکرو انځور مې غرمه لیدلی، خو تر اوسه مې ذهن کار نه کوي چې په اړه یې څه ولیکم.
تاسې او خدای چې په دومره بې عدالتۍ به سړی څه ولیکي؟!
ودې واژه بس خلاص، په موټر پسې دې کش کړ خلاص، ودې سوځاوه دا هم خیر، خو په ویاړ ورسره عکس اخیستل نو کوم نرتوب دی؟!

ليکوال او شاعر فضل باري مشفق ليکي

نن په روحي او ذهني توګه ټوک ټوک یم!
=دلته دا جنګ داسې بوږنوونکی او وحشي حالت خپل کړی دی چې حتی وژل شوي جسدونه هم په کرار نه دي پاتې او خپل افغان ورور بل افغان ورور له وژلو وروسته له موټر پسې کش کړی دی، په هغه حالت یې چې زړه نه دی یخ شوی، بیا یې ورته اور ورکړی دی، سوځولی یې دی او انځورونه یې ورسره اخیستي او دا یې خپل ویاړ بللی دی.
انسان یې وواژه او بیا یې ورته اور واچاوه
د یویشتم قرن انسان ته مې ښه ډېر وژړل

ددې ترڅنګ ځينې شاعرانو هم پرونۍ پيښه شعر کړې ده په دې اړه تکړه شاعر حمدالله فطرت وايي:

طالب زموږ د ټول وطن بلا ته دریدلی
طالب سر په تلي کي اژدها ته دریدلی

طالب د ازادۍ توغ لکه پاج له سره تاو کړ
طالب زور د ناټو او امریکا ته دریدلی

طالب د ټول ولس و اقتدا ته دریدلی
طالب د استقلال د لمونځ قضا ته دریدلی

طالب ګلابي مخ، نازکې څڼې لولپه کړې
طالب د ایثار داسي انتها ته دریدلی

طالب خو حلمیاره د زندان په اعتکاف کې
ولس چې کړي آمین داسي دعا ته دریدلی

يو بل شاعر انعام نعيمي ليکي

په دې شمع پتنګان ستي ستي شول
دې وطن د څو زلمیو ازار واخیست

خود به سل رنګ عذابونه را ورېږې
هر قاتل د ګلالـیو ازار واخیست
انعام
د هغه عکس د لېدو په خدای که تاب لرم

avatar
7 د تبصرو شمېر
10 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالولی(فهیم)
میلمه
عبدالولی(فهیم)

اجیره اردو خو د امریکا له خوا روزل شوی اردو ده د دوی او امریکایانو تر مینځ هیڅ فرق نشته دوی د امریکا غلامان او سپیان دی بیشرمه بی ایمانه خلک پکی یو ځای شوی دی د طالب موخه معلومه ده چی د اسلام نه دفاع کوی او دا بیناموسه غلامه او بی ایمانه اردو خو د امریکا له ګټو حفاظت کوی دوی کله مسلمانی باندی پوهیږی ورځ تر بلی ورځی ترینه ایمان کډه کوی او کفرته نژدی کیږی . شهید طالب جانان د الله ج په لاره کی شهید شو مګر دا بی ایمانه او اجیره اردو خو د… نور لوستل »

شهاب
میلمه
شهاب

اه صدقه دې له غیرته شمه یاره
له منصوره دې هم لوړه یوړه لاره

چی یې خره او سپی خوراک وی کاروانه کی
له هغو به وایه څنګه ګیله وکړی

لا یعذب بالنار الا رب النار
ایا وبه کړی سیاف اوس دا ګفتار

غنیګک وای په طالب می هم زړګۍ سوزی
اوس به دې ته کوم پرتوګ کوی سرکوزی

د ظالم کډه باریږی ده روانه
شهاب وایې اخر وار کړه پهلوانه

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

د مړو سپکاوی د انسانی کرامت سپکاوی دی، د تش په نامه د حقوقو بشر مدفع اداره چیری ویده شوی چه د دی ډول لمړی او دوهم عاملینو ته مناسبه سزا واورزوی یا یی لږ تر لږه واغندی دا نړیوال جرم دی ، خو معلومیږی چه نظم نوین جهانی ټول هغه ښه نومونه د ځان د ګټو د پاره جوړ کړی هماغو ته بشر او د بشر د حقوقو مدافعین وایی چه بشریت یی په سره بټی کینولی کبابوی او د فریاد جیغی هم دوی وایی د دی د پاره چه د مظلومانو فریات هم څوک وانه اوری

حاجی خراباتی
میلمه
حاجی خراباتی

په ژوندی انسان پوری بمونه ،باروت تړل .د انسان کرامت ته سپکاوی نه دی؟

سوله،اوربند
میلمه
سوله،اوربند

بیانزی صاحب.مړی خو په هسی هم مړوی ،چه هر څه ورسره وشی درد نه احساسوی،راشی چه دا دټولو بد بختیو چه عوامل یی یوازنی جګړه ده له منځه یوسو.سوله وکړو ،اوربند وکړو،په سوله او اوربند کی نه مو ژوندی سپک کیږی او نه مړی.

جميل
میلمه
جميل

وهغوته چي حق مني اسلام عليكم ورحمةالله و بركاة
نوروته دي هم پاك الله(ج) د نيكي هدايت وكي
دير د افسوس أو خواشيني زاي دي چي د كوم انسان نه رحم او شفقت كوچ وكي أو وحشي أو شيطاني اعمالوته مخه كي .
أو افسوس پر هغو چي دغه وحشي او شيطاني اعمال محكومولاى نشي ، سر بيره پردي چي محكومولاي يي نشي هغو ته هم خار وررسىوي چي محكوموي يي .

سوله،اوربند
میلمه
سوله،اوربند

جمیل صاحب،راځی چه لاس سره یو کړو.نه ژوندی سپک کړو او نه مړی.راځی چه سره کینو چه تر دا ورسته به هیڅ انسان نه وژنو،سوله وکړو اربند وکړو .نوخپله به انسانی کرامت ،منځ ته راشی.انسانی عاطفه ،مهر ،محبت به ځای په ځای شی،دا اسلام هم وایی.که چیری داسی نه کوی،نو کله می چه مړ کړی،بعد له مرګ څخه زما بدن توپ خوله ته ورکړه،عجیبه منطق .اول می وژنی،بیا می انسانیت ته احترام کوی،

جميل
میلمه
جميل

سوله وروره ؛ كله چي مونژ اسلام خپل دين وبولو نو په دي مبارك دين كي خو هر سه واضح ويل شويدي لكه موءمن، كافر ، منافق، فاسق، مجاهد…. رسول الله(ص) سه كول، أو مونژ ته يي دسه امر كاوه . مسلمان بايد د ژوندي أو د مري دداورو حرمت وساتي. ازادي هغه مباركه كليمه ده چي زينو ته يي ويل سه چي ليكل هم زور غواري . كله چي مو ملك ازاد شي أو سپين شرعي نظام د پاك الله(ج) په مرسته حاكمه شي إنشاءالله و تعالى وركه سوله به پخپله أو په ديره مينه راپيدا شي أو افغانان… نور لوستل »

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

سلام علیکم. یو کس رستوران ته لاړ ښه غوړ فرمائش ئې ورکړ او ځان ئې تر بیجیلکی موړ کړ. بېله دې چه د خوړو بیه ورکی د رستوران څخه د وتلو لټه ئې وکړه د رستوران څښتن د سدرۍ تر میټګاټ ونیوی او تر څنډلو وروسته ئې ورته وویل چه واچوه د خوړو روپۍ واچوه. موړ ورته وویل چه ښه وائې د رستوران څښتن نور هم وخښمېدی او نور ئې هم وڅانډه، په رستوران کی کوم بل ناست کس هم پر ماړه کس ږغ وکړ چه ورکه د خوړو پیسې ئې ورکه، ماړه کس ورته وویل چه ته هم ښه… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

هله به حلال او حرام تشخیص کړو چه د واشنګټن ، اسلام اباد او کریملین په ځآی کعبی ته مخه کړو ، مونږ قران ته مراجعه وکړو چه قران مونږ ته د څه کولو او نه کولو امر کوی . هله چه مونږ د الله ج د خطاایستنی هڅی ونه لرو او په دی متیقین شو چه ساده مسلمانان او حتی خپل ضمیر به خطاباسو مګر د الله ج خطا ایستنه ممکنه نه ده . مونږ د یو څو ډالرو او یا کوم مقام له امله ځانونه تباه کوو معلومه نه ده چه دغه ټولی شوی ډالری به خپل ژوند… نور لوستل »

غلام حضرت
میلمه
غلام حضرت

بیانزی صاحب د لیکنی په پای کی لیکی:
( موږ باید یو اړخ یا بل اړخ ته پاتی شو).
پوښتنه می داده چه ( موږ) یعنی څوک؟
اړخ، کوم اړخ؟

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

غلام حضرت صاحب، مونږ ستاسی د تبصری په تایید او بیا اخری پوښتنی ته ځواب لیکلی ، اړخونه د حق او باطل اړخونه دی، له مونږ څخه زما هدف ټول افغانان دی چه ځینی یی د اور په لمبو کی سوځی او ځینی یی د اشغالګرو سره په ګډه کباب شوی غوښی خوری، هدف می تاسی نه یاست مننه

محمدخالد
میلمه
محمدخالد

هوالله بیانزی صاحب از اینکه شما توسط تبصره ارسالی تان کفر ومسلمان را دریک تزازو قرار میدهید گویای زوال ایمان شمارا با خدای منان ثابت میاسد به این معنی که درقسمت اخیر پیام تان (د دوی خاتمه به هم د تیرو کمونستانو او اخوانیانو په شان وی) من برای شما میگویم امروز ودیرزو همین اخوانیان الم جهاد را برضد کمونیستان دیروز وسیکولاریست های امروز نه افراشته اند همین حالا زندانهای بگرام پلچرخی گوانتاناما از همین غازی های ملو نیستند همین حالا در همه جا واکناف جان قربانی نمیدهند درمقابل استعمار سزخ کهنه واستعماز نوین صلیبی ها از مضر تا به… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

گپ از گپ ميخيزد
از انتقادات شخصى بايد حذر جست و به موضوعات اصلى پرداخت .
برادرم خالد جان احساسات و معلومات تان قابل قدر است ولي چيزيكه قابل فهم بيشتر است اينست كه سيستم هاي اخوان المسلمين ديگر كهنه شدند زيرا اسلام و ديموكراسى در يك قالب نميگنجند مثالها و نمونه هاى انهارا در تاجكستان، الجزاير، مصر و تونس ديديم .
اولتر از همه بايد از تسلط كفار خودرا ازاد كرد، ازادى گرفتن بطريق اخوانيها ممكن نيست زيرا ازادى داده نميشود بلكه گرفته ميشود و گرفتن ان فقط از طريق جهاد امكان پزير است و اخوانيهاى امروزى ازين نعمت الهى مهروم اند

محمدخالد
میلمه
محمدخالد

بزرگوارم جمیل جان بفکرم که شاید شماهم با طرز تفکر واستراتیژیک وخط مشی اخوانیها طوریکه لازم وانتظار ش میرود معلومات ندارید خط مشی واستراتیژیک اخوانیها برمحور اولا منطق با اقتباس از قران خداوسنت رسول الله صحابه کرام وسایر اعمه وپیشوایان اسلام منشا گرفته هست امروز جهاد ومبارزه تنها برمحور میل تفنگ وشمشیر ها خلاصه نمیشود فورمول کلی که خداوند برای بشریت درقدم نخست ارزانی نمود دعوت بود(اقرا) اولین وحی برپیامبراش دعوت پیامبر برمحور تعقل علم منطق بود نه شمشیر واگر جهاد برمحور میل تفنگ خلاصه میگردید امروز زوال مجاهدین افغانستان را به چشم سر مشاهده نمیکردیم علت اساسی زوال انها… نور لوستل »

محمدخالد
میلمه
محمدخالد

والله بیانزی صاحب از اینکه شما توسط تبصره ارسالی تان کفر ومسلمان را دریک تزازو قرار میدهید گویای زوال ایمان شمارا با خدای منان ثابت میاسد به این معنی که درقسمت اخیر پیام تان (د دوی خاتمه به هم د تیرو کمونستانو او اخوانیانو په شان وی) من برای شما میگویم امروز ودیرزو همین اخوانیان الم جهاد را برضد کمونیستان دیروز وسیکولاریست های امروز نه افراشته اند…..؟ همین حالا زندانهای بگرام پلچرخی گوانتاناما از همین غازی های مملو نیستند……؟ همین حالا در همه جا واکناف جهان قربانی نمیدهند درمقابل استعمار سزخ کهنه واستعماز نوین صلیبی ها از مصر تا به… نور لوستل »

غوربندي
میلمه
غوربندي

دا له زغمه وتلی وحشت د اشرف غني د ګوډاګۍ ادارې تر ټولو حقیقي تصویر دی.

رب العزت دې دا اجرتي وحشي ګوډاګیان له خپلو بادارانو سره ورک او نابود کړي، امین