افغانستان

اجرائیه رئیس: هیڅ څوک حق نلري چې امنیتي تړون تر سوال لاندي راولي

نن ټکی اسیا (دوشنبه،۲۶وږی ۱۳۹۷ل): د ګډ حکومت دویم مشر عبدالله عبدالله نن د کابینې په غونډه کې وویل، هیڅ څوک حق نلري چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیک تړون په اړه اعتراض وکړي.

نوموړي زیاته کړه ځیني کړۍ د خپلو شخصي ګټو په خاطر د امنیتي تړون د لغوه کولو په لټه کې دي، چې د ده په وینا دا کار د ولس د غوښتنو خلاف عمل دی.

عبداالله عبدالله وویل ، هرڅوک چې په هر عنوان وي؛ نشي کولای په دې اړه د خلکو استاځولي وکړای شي، ځکه په خبره یې، د امنیتي تړون مسوده تر لاسلیک وړاندي د اضطراري لویي جرګې لخوا تصویب شوي.

د نوموړي په وینا په اوسنیو شرایطو کې د امنیتي تړون لغوه کیدل، د امنیت له بهبود سره مرسته نشي کولای.

باید وویل شي چې دوه ورځي وړاندي د ولسي جرګې وکیلانو د رایو په اکثریت او د لوی ملي ائتلاف غړو په یوه غږ پر امنیتي تړون د بیا کتني آواز اوچت کړ.

وړمه ورځ ولسي جرګې د رایو په اکثریت، پر امنیتي تړون د بیا کتنې لپاره پرېکړه وکړه.

د جرګې مشر همایون همایون وویل، له امریکا سره امنيتي تړون هیڅ ګټه نه ده کړې، بلکې هره ورځ درې – څلور سوه تنه تلفات ورکوو.

د جرګې بل غړي عبید الله بارکزي وويل، امریکا په 17 کلونو کې سل هليکوپټر هم افغان پوځ ته ورنه کړل.

د ده په وینا اصلاً باید پر دې تړون بیا غور وشي او په وینا يې «افغانستان له دغه عذابه خلاص کړو.»

ولسي جرګې د ګډ حکومت د واک په لومړیو کې د دې تړون لپاره شنه کارتونه پورته کړل، چې یوازې پنځو تنو يې مخالفت وکړ.
له امریکا سره امنیتي تړون د ګډ حکومت په دویمه ورځ د متن له لوستنې پرته لاسلیک شو.

بلخوا د لوی ملي ائتلاف غړو د صبغت الله مجددي په کور کې چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی، محمد محقق، یونس قانوني او د سیاسي ګوندونو مشران راټول شوي وو؛ غونډه وکړه او پر همدې تړون یې د بیا کتني جدي غوښتنه وکړه.

مجددي پخپلو خبرو کې وویل، امنیتي تړون هیڅ ګټه نه ده کړې، د ده په وینا له امریکایانو يې ګڼې غوښتنې لرلې، خو هغوی نه دي عملي کړي.

په دې غونډه کې چې پخپله د تړون لاسلیکوونکی حنیف اتمر هم شریک و، څلور ماده اییز پرېکړه لیک صادر شو، چې د امنیتي تړون ته بیا کتنه یې لومړۍ ماده وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x