افغانستان

حیرتان بندر: د مسؤلینو خپلمنځي نښته کې مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (دوشنبه،۲۶وږی ۱۳۹۷ل): د بلخ ولایت څخه راپورونه وایي چې د حیرتان بندر د ځایي مسؤلینو ترمنځ په خپلمنځي نښته کې ۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه نښته تیر ماښام د حیرتان بندر د پولیسو د کمیسار او د امنیت ریاست د ساتونکو ترمنځ شوې ده چې له امله یې یو تن وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

د حیرتان بندر کمیسار حبیب الله ګذر په ولسي جرګه کې د پروان د وکیل امان الله ګذر ورور او د ملي امنیت رئیس سعید محمد نور د عطامحمد نور وراره دی چې ویل کیږي له پخوا راهیسې د دواړو لوریو ترمنځ جنجالونه او اختلافات موجود وو.

د پیښې په اړه دواړو لوریو رسنیو سره له خبرو ډډه کړې ده خو تر دې وړاندې د مرکزي بانک رئیس په یو خبري کنفرانس کې ویلي وو چې د حیرتان بندر له لارې په ناقونه توګه ډالر خلیجي هیوادونو ته قاچاق کیږي چې له امله یې په کور دننه د ډالرو په وړاندې د افغانۍ ارزښت کمیږي.

تر دا مهاله ددې پیښې اصلي لامل نه دی معلوم او همدا راز د بلخ چارواکي په دې اړه له رسنیو سره له خبرو کولو ډډه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x