افغان دارالعلوم کې د فقهي سيمينار تفصيلي راپور

ترتیب: مفتي نورالله “عزام”
د افغان دارالعلوم مدير

پيليزه

مجمع الفقه الاسلامي د افغانستان د علماوو يوه خپلواکه علمي ټولنه ده چې له درې کلونو راهسې د هېواد په مختلفو ولايتونو کې فعاليت کوي، او د حنفي مذهب پر اساس د وخت د اړتياوو سره سم پر جديدو فقهي مسائلو تحقيق او بحث کوي او پر ټاکليو موضوعاتو علمي مقالې ليکي.

دا ټولنه دوه ډوله غونډې لري: يو هغه چې د ولايت په سطحه ترسره کيږي او بل دا چې د ټول هېواد په سطحه غونډي رابلل کيږي، په ولايتونو کې دننه ډېري غونډي شوي او په مختلفو موضوعاتو تحقيق او بحثونه شوي، د هېواد په سطحه يوه غونډه په (۱۳۹۷ هـ ش) د حمل په (۱۶) نېټه په نيمروز ولايت کې ترسره شوه چې هغه يوه تعارفي او مشورتي غونډه وه او لاندې موضوعات پکې بحث شول:

1- د فقهي مجمعې تعريف او په نن عصر کې يې اړتيا.
2- فقهي مجمع د اسلامي فقه په تاريخ کې.
3- د مهمو او مشهورو فقهي مجمعو تعارف او د هغوی نتائح او ثمرات.
4- د مجمعې ضوابط او چوکاټ.
5- د فقهي مجمعې اهداف، منهج او کاري لائحه.

دويمه غونډه

د دويمي غونډې ځای په کابل کې افغان دارالعلوم ټاکل شوی و. پلان داسې و چې دا فقهي غونډه به دوه ورځو په درې پړاوو نو کې تر سره کيږي، لومړی پړاو د سنبلې په (۱۵) نېټه د پنجشنبې په ورځ ماسپښين دوه بجې پيل شو، لومړی تلاوت وشو او بيا د افغان دارالعلوم شيخ الحديث محب الله صاحب د پيل خبري وکړې، مېلمنو ته يې ښه راغلاست وويل او د دغه ډول فقهي مجالسو پر اهميت يې خبري وکړې.

ورپسې د افغان بنسټ د دارالافتاء مسؤل مفتي عبدالحق حقاني او د دارالعلوم نعمانيه ناظم مولانا اسحق په پښتو او دري ژبو د کابل د تاريخ په اړه لنډ معلومات وړاندې کړل.

د المجمع الفقهي منشي مفتي محمد يونس سادات د علماوو د فقهي ټولني په اړه ګډونوالو ته لنډ معلومات ورکړل او پر لاندې ټکو يې خبري وکړې:

دا مجمع د افغانستان په داخل کې له علماوو سره تر اوږدو مشورو وروسته پيل شوې چې هيڅ کوم تنظيم سره تعلق نه لري او نه هم له کوم ځانګړي ولايت سره تړاو لري، د هېواد څو تنو دردمنو علماوو دا کار پيل کړی او موخه يې د حنفي مذهب په رڼا کې د ديوبند علماوو له نظر سره سم پر نويو فقهي مسائلو تحقيقات کول او ټولني ته وړاندې کول دي او ولس ته ورپېښ مسائل څېړل او ستونزي يې حل کول.

چونکي په فقهي برخه کې د هندوستان علماوو ډېر کار کړی، او په دې برخه کې ښه تجربه لري په دې باره کې هغوی سره هم مشورې شوي او د همدې موخې لپاره هندوستان او پاکستان ته هم سفرونه شوي.

د فقهي مجمعې اهداف

• د نن عصر د نويو تغيراتو او تحولاتو منځ ته راتلو سره د حنفي فقهي په رڼا کې د کتاب الله او سنت رسول د لارښوونو سره سم مسائل حل کول.

• په اجتماعي ډول د فقهي اصولو په رڼا کې په عصري مسائلو باندې تحقيق کول.

• د معاصرو محققينو علماوو او فقهي مجمعو نويو مسائلو او تحقيقاتو ته لاس رسی کول او په ولس کې د هغو خپرل.

• د هېواد په دننه او بهر کې له دارالافتاوو او فقهي مجمعو سره روابط ساتل او د علمي مقالاتو په اړه له هغوی سره معلومات تبادله کول او د موثقو او معتمدو علماوو مفتی به رايه معلومول او د ګټي په خاطر له ولس سره شريکول.

• د اسلامي فقهي په چوکاټ کې پر هغو اشکالاتو نقد او بررسي کول چې د مستشرقينو او نورو له خوا را پورته شوي دي او د دې لپاره مدلل او معقول ځوابونه لټول.

• د مختلفو موضوعاتو او کتابونو فهرست جوړول.

• په علمي ډګر کې نوی ځوان نسل تشويقول او هڅول ترڅو محققين او باحثين ورڅخه جوړ شي.

• پورتني اهدافو ته د رسېدلو لپاره د مجمعې فقهي له خوا وخت نا وخته مذاکري او مجلسونه جوړيږي او د دې لپاره تحقيقي او مطالعاتي هيئتونه هم ټاکل کيږي.

• د علماوو ترمنځ په هماهنګي او مشترکه ډول د ټولني د مسائلو د حل لپاره کار کول.

د دويمې غونډې د ګډونوالو لنډ تعارف

مفتي آقا محمد د فراه ولايت د امام بخاري مدرسې د دارالافتاء مسؤل او استاذ.
مفتي عبدالواحد د فراه اشرف المدارس مدرسې د دارالافتاء مسؤل او استاذ.
مفتي محمد اسماعيل له نيمروز څخه.
مفتي ضياء الرحمن له ننګرهار څخه.
مفتي جنيد الله له تخار څخه.
مفتي عبدالقديم له کنړ څخه.
مفتي محمد موسي له بدخشان څخه.
مفتي محمد ابراهيم د پاکستان د مهاجرينو له خوا
مفتي قيام الدين د ايران مهاجرين له خوا.
مفتي حامد محمدي د نورستان څخه.
مفتي مجاهد صاحب او مفتي حسين احمد صاحب له کندهار څخه.
مفتي عبدالودود فاريابي له فارياب څخه.
مفتي عبدالله صاحب له هرات څخه.

د غونډي دويم پړاو

د غونډي په دويم پړاو کې د پاتي مفتي صاحبانو تعارف وړاندې شو او بيا د ايران بلوچستان ولايت د دارالعلوم عين العلوم ګوشت د دارالافتاء مسؤل، د رحمت للعامين مدرسې مدير او د ايران د مجمع الفقهي مجلس غړي مفتي محمد زکريا علمي وينا وکړه، نوموړي د فقهي مجلس پر ضرورت او اهميت يې ټينګار وکړ، دغه راز د افغانستان د علماوو فقهي مجلس يې يو نوی پرمختګ او علمي لاسته راوړنه و بلله.

د نوموړي له وينا څخه وروسته د هېواد له هر زون څخه د راغلو مفتيانو استازي وټاکل شول تر څو تر اخري ناستي پورې د مجمعې د اعضاوو سره سلا مشورې وکړي، په دې ناسته کې د مجمعې د مقالاتو د کتني لپاره يو علمي کميسيون هم تشکيل شو چې اکثره يې هغه ليکوالان وو چې همدي دويمې ناستي لپاره يې مقالې ترتيب کړي وې.

د غونډي دريم پړاو

ټولې مقالې چې د اسعارو (پولي واحد) د تبادلې په اړه ليکل شوي وې، دوولس وې، چې د يوولسو (۱۱) علماء کرامو له لوري ليکل شوي او چاپ شوي، له ليکوالانو څخه اتو (۸) تنو يې په دې ناسته کې ګډون درلود او څلور (۴) تنو يې حضور نه درلود چې دغه څلور تنه په لاندې ډول دي:

۱: دوکتور شاهجهان ندوي له هندوستان څخه.
۲: مولنا نور احمد اسلام جار له هرات څخه.
۳: مفتي حبيب الله کريمي له هرات څخه.
۴: مولنا مفتي عبد الحفيظ قرشي له جوزجان ولايت څخه.

ټول ليکوالان په دوو ټکو متفق شول:

۱: اوسنۍ پولي واحد (کرنسي) خلقي ثمن نه دی بلکې عرفي او اصطلاحي ثمن دی.
۲: د قرض په تاخير سره د اداکولو په صورت کې زياتوالی سود دی.

په نسيئه سره د پولي واحد له زياتوالي سره په تبادله کې د څېړونکو درې رای دي:

لومړنۍ رايه:

د دار العلوم هرات، د مفتي عبد الله وثيق، د جوزجان د مفتي عبد الحفيظ قرشي او له ننګرهار څخه د مفتي ضياء الرحمن ننګرهاري رايه دا ده چې د نسئې په صورت کې زياتوالي يا د ورځې له ټاکلي نرخ څخه په زياته کچه تبادله يې جواز نلري، ځکه چې دا د سود حيله او لامل ګرځي او همدا رايې علامه مفتي تقي عثماني حفظه الله خپله کړې ده، له هندوستان څخه دکتور شاهجان که څه هم په دې اړه صراحة څه نه دي ويلي خو له عباراتو څخه يې عدم جواز معلوميږي.

دويمه رايه:

د کندهار له سپين بولدک څخه د مفتي حسين احمد رايه دا ده چې د تعامل او عرف په بنسټ صرافانو ته د نسئيه په صورت کې زياتوالی او د ورځې له نرخ څخه په زياته بيه تبادله جواز لري، که څه هم دا معامله سود نه ده خو بيا هم د سدا للذريعة په اساس عامو خلکو ته جواز نلري.

دريمه رايه:

د اکثرو ليکوالانو او څېړونکو ده چې وايي دا معامله مباح او جائز ده، البته ترک (پرېښودل يې) غوره دي، د دې رائې خاوندان په لاندې ډول دي:

الف: له فارياب څخه مفتي عبد الودود.
ب: له هرات څخه مولانا نور احمد اسلام جار.
ج: له نيمروز څخه ابو الخير معتصمي.
د: له مزار څخه مفتي نصرت الله عصمتي او مفتي عبد الهادي سعادت قاسمي.

د عدم جواز ويونکو دلائل په لاندې ډول دي:

۱: قال العلامه المفتي محمد تقی العثماني و هذه فتوی خطيرة صدرت عنهم، لأنه فتحت باب الربا بمصراعيه و اجازت ان تباع الاوراق النقدیه بالتفاضل بالغا ما بلغ و بالنسیئة ایضا ومعنی ذالک انه لا یمکن ان یتصور الربا الیوم فان کل من یرید ان یقرض الاورارق النقدیه بالربا استعمل کلمة البیع بدل القرض وباع تلک الاوراق بزیادة وهذا اهدار لاحکام القران والسنة و تشدیداتهما فی موضع الربا ولذالک رد علی هذا القول فطاحل العلما فی الدیار الهندیة فمنهم الامام عبد الحی اللکنوی فی فتاواه . فقه البيوع: ۱/ ۷۲۹، بحوث : ۱/ ۱۷۷. فقه البيوع : ۲/ ۷۳۹.

۲: منها ما جاء في حديث عبدالله بن عمر رضي الله عنه قال کنت أبيع الأبل بالبقيع بالدنانير و آخذ مکانها الورق، و أبيع بالورق و آخذ مکانها الدنانير، فأتيت النبي صلی الله علیه وسلم فسألته عن ذلک، فقال : لابأس به بالقيمة.

۳: وذلک لئلا تتخذ حيلة للربا. فقه البيوع : ۲/ ۷۳۶.

پايله:

د اسعارو (پولي واحد) له غير جنس سره په تبادله کې تفاضل (زياتوالی) جائز دی، البته د نسېئې لپاره شرط دا دی چې احد البدلين باندې د عقد په مجلس کې قبضه وشي او د ورځې په نرخ وي شرط دي، او د ورځې له نرخ څخه په زياته بيه يې پېر او پلور د سود خوري او ربا لپاره حيله ده او د قرض له ښګېڼې څخه تېښته ده؛ نو له داسې معاملې څخه بايد ځان وساتل شي.

د جواز ويونکو دلائل:

• مولانا اسلام جار صاحب د جواز په اړه له لاندې دلائلو څخه استدلال کړی دی:
۱: حديث نسائي : تبايعوا الذهب بالفضة کيف شئتم، والفضة بالذهب کيف شئتم.
۲: فقهي عبارات چې په فلوسو کې سلم جائز ګڼي.
۳: دا له سود څخه د خونديتوب لپاره حيله ده، نه ده سودي خوري لپاره.
۴ : په دې معامله کې د ربوي بيعو په څېر سل په سلو کې سود خوري نشته، بلکې د زيانمن کېدو وېره هم شتون لري.
۵: د فقهې په کتابونو کې د عدم اتحاد جنس په صورت کې تفاضل (زياتوالی) روا ګڼل شوي دي.
۶: تحليل او تحريم د الله جل جلاله د تشريع ځانګړنه ده؛ نو له دليل او صحيح قياس نه پرته د نارواوالي حکم نشي کېدلي.
۷: حلالو ته حرام نه ويل عين تقوا ده.
۸: نن ورځ حاجت شديده د دې معاملې د رواوالي او اباحت غوښتنه کوي.

• مفتي عبد الودود ديوبندي او مفتي نصرت الله عصمتي او مفتي عبد الهادي سعادت قاسمي د نسئيې د جواز او تفاضل لپاره داسې استدلال کوي:

اوسنۍ پولي واحدونه (کرنسي) ربوي توکي نه دي او تبادله يې صرف بيعه نه ده او په سرو او سپينو زرو يې قياس صحيح نه ده او زموږ په زېر بحث مسئله کې نه ربا شتون لري او نه هم د ربا شبه.

• ابو الخير عبد الرحمان معتصمي يې د جواز لپاره داسې استدلال کوي:

۱: هغه رايه چې تقي عثماني د نقودو او مروجه پولي واحد په اړه غوره کړې ده، د امام محمد رحمه الله پر قول مبني ده او د دې رائې غوښتنه دا ده چې د اختلاف جنس په صورت کې تفاضل او نسيئه دواړه جائز شي.
۲: موږ نه قبلوو چې دا د سود لپاره حيله ده، بلکې دا له سود څخه د تېښتې حيله ده او دا حديث: حديث بع الجمع بالدراهم، ثم ابتع بالدراهم جنيباً، چې امام بخاري روايت کړی دی، د دې تائيد کوي.

۳: د نه جواز قول بنسټ سد ذريعه ده، ذريعه د فقهاوو په آند په درې ډوله دي:
الف: هغه چې په قطعي يا په غالبه توګه فساد ته رسوونکې وي او داسې ذريعه اجماعا معتبره ده.
ب: هغه ذريعه چې په نادره توګه فساد ته رسوونکې وي، داسې ذريعه اجماعا غير معتبره ده.
ج: هغه ذريعه چې د دواړو ترمنځ وي، امام مالک او احمد رحمهما الله معتبره ګڼي او امام ابو حنيفه او امام شافعي رحمهما الله يې معتبره نه ګڼي؛ نو هغه بيعه چې د ربا لپاره وسيله يا ذريعه ګرځي جائز ده، ځکه چې يا دا وسيله د سود نه ده او که وي؛ نو بيا له دريم ډول څخه ده.

دريم پړاو سهار اوه بجې پيل شو او تر دوولس بجو يې دوام وکړ په دې برخه کې دري مسائل تر بحث لندې ونيول شول:

مختلف الجنس پولي واحدونو تبادله په نسيه او د ورځي د نرخ څخه په لوړ قيمت باندې خرڅول څه حکم لري.؟
اوسنی پولي ثمن عرفي دي که خلقي؟

دين قرض تاخير سره ادا کولو په صورت کې د قرض څخه زيات اخيستل څه حکم لري.

د دې برخې پيل د مفتي صاحب حسين احمد له خوا په تلاوت وشو بيا نطاق د دې برخې اجنډا وړاندې کړه. بيا مقالات وړاندې شول چې ليکلوالان يې په لاندې ډول وو:

مفتي عبدالرحمن المعتصمي. مفتي عبدالودود مفتي نور احمد اسلامجار. مفتي حبيب الله کريمي مفتي

عبدالهادي، مفتي نصرت الله عصمتي. مفتي عبدالله. مفتي احسين احمد مفتي ضياء الرحمن قارويقي.

تر دې وروسته له هند څخه راغلي مېلمه د دارالعلوم ديوبند د دارالافتاء معين مفتي محمد نعمان وينا وکړه.

بيا مفتي معتصمي د غونډي مصوبه او پرېکړه ليک په دري ژبه ولوستل شو او بيا مفتي عبدالحق حقاني مسوده په پښتو ژبه هم وړاندې کړه.

بيا د مجمع الفقه الاسلامي منشي مفتي محمد يونس سادات وړاندې کړل شوه، د اولې او دويمي ناستي د ټولو ترتيباتو او تصميماتو په اړه بشپو تفصيل ورکړل شو.

بيا د مجمع الفقه الاسلامي افغانستان د فقهي مجمعې په اړه بشپړ تفصيل ور کړ.

د راتلونکي غونډي لپاره د ځای ټاکلو په اړه مشوره وشوه او په اکثريت رايو سره کابل انتخاب شو، د راتلونکي غونډي موضوع هم وټاکل شوه چې رهن ، ګروي او بيع الوفاء په اړه مقالات ليکل دي.

په پای کې د افغان دارالعلوم شيخ الحديث محب الله صاحب لنډه وينا وکړه او د راغلو ميلمنو مننه يې وکړه په پای کې د ايران څخه راغلي مېلمه مفتي محمد زکريا صاحب دعا وکړه او غونډه ۱۲:۱۵بجې پای ته ورسېده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د