ورزش

د افغانستان پریمیئر لیګ سیالیو مهالویش په ډاګه شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶ وږی، ۱۳۹۷ل): د افغانستان پریمیئر لیګ (APL) لومړي پړاو سیالیو مهالویش تېره ورځ د افغانستان کرېکټ بورډ لخوا اعلان شو.

ټاکل شوی چې دغه سیالۍ به د اکتوبر میاشتې په ۵مه نېټه پېل او د همدغې میاشتې په ۲۱مه نېټه پای ته رسیږي چې په کې به د پنځه لوبډلو ترمنځ د پایلوبې سره ۲۳ سیالۍ ترسره شي، ټولې سیالۍ به د عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې ترسره کیږي.

د افغانستان غوره لیګ په لومړي پړاو سیالیو کې پنځه لوبډلې ګډون کوي چې هر لوبډله به د بلې پر وړاندې ۸ سیالۍ ترسره کوي، او له هغې وروسته به څلور مخکښ لوبډلې نیمه پایلوبې ترسره کوي.

د دغو سیالیو لومړۍ لوبه به د کابل او پکتیا لوبډلو ترمنځ د جمعې په ورځ په ۵م اکتوبر د ماښام په ۸ بجې ترسره شي، همدا ډول به د جمعې شنبې او یکشنبې په ورځ د ورځې دوه سیالۍ (چې یوه په ۴ او بله په ۸ بجې) او نورې ورځې به یوه یوه سیالۍ ترسره کیږي.

د افغانستان غوره لیګ لوبغاړو نیلامي د پنځه لوبډلو ترمنځ د تېرې دوشنبې په ورځ د ۹۳ داخلي او خارجي لوبغاړو په پلورلو ترسره شوې، چې د کریس ګېل، برینډن میکولم، شاهد افریدي او انډري رسل په څېر د یو شمېر هېوادونو لوبغاړي واخیستل شول.

د افغانستان پریمیئر لیګ سیالیو مهالویش:

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x