«کندهار او بلخ کې د ټاکنو ځنډ امکان لري»

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶وږي، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کمیسیون مسؤلین وايي که د «لوی ملي ائتلاف» له لوري د ټاکنیزې پروسې پر وړاندې خنډونه دوام ولري، نو کندهار او بلخ کې به ټاکنې وځنډوي.

بې بې سې د دې سرچینې په حواله ویلي، چې که يې په یادو ولایتونو کې ټاکنیز دفترونه نه پرانیستل شي، ټاکنې به وځنډوي.

د سیاسي ګوندونو ائتلاف پرون په کندهار، هرات او بلخ کې د ټاکنو کمیسیون دفترونه وتړل، چې د هرات امنیتي مسؤلینو بېرته د دفتر دراوزه خلاصه کړه، خو کندهار او مزار کې لا هم تړلي پاتې دي.

په ورته وخت کې د ننګرهار چارواکي وايي چې دې ولایت کې هم د دې ائتلاف غړي، د ټاکنو کمیسیون د دفتر دروازې ته رسېدلي دي.

د ننګرها د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼی وايي چې دوی به پرې نه ږدي، چې د ټاکنو کمیسیون دروازه وتړل شي.

د کورنیو چارو وزارت پرون خبرادری ورکړ، چې که د سیاسي ګوندونو دغه حرکت خپلو ورته اقداماتو ته دوام ورکړي، نو امنیتي ځواکونه به يې پر وړاندې له زوره کار واخلي.

د ټاکنو کمیسیون وړاندې تر دې ویلي و، د تلې اته ویشتمه ورته سره کرښه ده او له ټولو خنډونو سره سره به پر یاده نېټه پارلماني ټاکنې ترسره شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د