د ګډحکومت په دویمه ورځ د امنیتي تړون د لاسلیک شېبې

طالبان: امنیتي تړون د لغوه کېدو غږ ته هرکلی وايي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶وږي، ۱۳۹۷ل): وروسته له هغه چې له امریکا سره د امنیتي تړون اړوند ولسي، جرګې، مشرانو جرګې او د ګډ حکومت شریکانو تبصرې وکړې، طالبان وايي دوی يې د لغوه کېدو هرکلی کوي.

وړمه ورځ ولسي جرګې پر امنیتي تړون د بیا کتنې لپاره د نظرونو غوښتنه وکړه، چې اکثریتو يې موافقت وښود.

طالبان وايي دغه تړون اصلاح نه؛ بلکې لغوې ته اړتیا لري او «اصلاح کول» يې یوازې د ولس سترګو ته خاورې شیندل دي.

طالبانو د «امنیتي تړون دې اصلاح نه، بلکې لغوه شي» تر سرلیک لاندې پخپله تبصره کې چې د دوی رسمي دریځ څرګندونې، د امنیتي تړون د لغوه کېدو په اړه د ولس دریځ ستایلی دی.

«د افغانستان اسلامي امارت د خپل مؤمن او مجاهد اولس له دې موقف سره کاملا توافق لري چې د ظالمانه اشغال په شان د اشغال تر چتر لاندې دغسې ظالمانه پیمانونه هم مردود او نا مشروع دي چې باید هر څومره ژر لغو شي. که څوک د دغسې ظالمانه او فاسدو تړونونو د اصلاح اراده لري او غواړي په دې ډول یو ځل بیا د اولس سترګو ته خاورې وشیندي او څو کاله نور هم د اشغالګرو مظالمو ته لاره برابره کړي، دوی په دې سربیره چې د الله تعالی په وړاندې به مسؤل او مجرمین وي د اشغالګرو په ټولو ظلمونو کې به هم ورشریک او مساوي جنایتکاران به بلل کیږي.»

دغه تړون چې د ګډ حکومت په دویمه ورځ حنیف اتمر د وخت د امنیت شورا سلاکار لاسلیک کړ، هغه يې هم څو ورځې وړاندې د بیا کتنې غږ وکړ.

د صبغت الله مجددي په کور کې د تېر جهاد ځينې مشران او د حامد کرزي په ګډون د هغه د حکومت څو سیاستوال را ټول شوي و، چې پر امنیتي تړون يې د بیا کتنې غږ وکړ.

په ورته وخت کې د حکومت اجراییه رییس بیا پر امنیتي تړون د بیا کتنې غوښتنه، د شخصي ګټو پر اساس بللې.

هغه نن د وزیرانو شورا غونډه کې وویل، هیڅوک حق نه لري چې امنیتي تړون تر سوال لاندې راولي، د نوموړي په وینا په اوسنیو شرایطو کې د امنیتي تړون لغوه کیدل، د امنیت له بهبود سره مرسته نشي کولای.

د حکومت بل شریک محمد اشرف غني دوه ورځې وړاندې امنیتي تړون ته په اشارې وویل، که امریکا له افغانستانه پښې سپکې کړې، نو حکومت به یوازې پاتې شي.

دغه تړون، چې پر اساس يې امریکایانو نهه نظامي اډې جوړې کړې، د تصویب او لاسلیک تر پروسې وړاندې د افغان ولس له توند غبرګون او لاریونونو سره مخ شو، خو حکومت پرې غوږ کوڼ واچاوه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د