شعـــــرونه

سوځېدلي جسد ته/ رحیم الله بریال

رحيم الله بريال

بیګا مې خوب کې لیدې!
تۀ له خندا نه شین وې
مونږ له خفګانه ژړل.

ما وې چې ډېر به درد وي
ستا په زړه تېر به درد وي
ستا په نازک وجود یې
چې کله تېل درښیندل.

که هغوی پوی وای پدې
چې ته یې څومره خوشال
هرګز به نه وو کړي
دوی ستا په اور سوزول.

خلک له مرګه تختي
پرې راشي ویره رېږدي،
له وهمه ډیره رېږدي،
تاته عادي کیسه ده
دار ته په خوښه ورتلل.

منصور دې شاته پرېښود
عشق دې نړی ته ثابت
تا عملي ښکاره کړه
دعوه د مینې کول.

مینه له چا نه باید
زده شي له تا نه باید
او باید دا هم زده شي
د عشق ریکارډ ماتول.

مینه د زړه خبره
نه پکې زور چلیږي
او نه د زرو کار دی
هم نه دی کار د چل ول.

تا امتحان ورکړ
پوره دې سل یوړې
څوک یې چې نه مني بیا
نشته له دوی نه پاګل

بیګا مې خوب کې لیدې!
ته له خندا نه شین وې
مونږ له خفګانه ژړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حاجی حالد

الله دی ظالیمان نیست اونابودکی

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x