ورزش

کرکټ بورډ کې فساد: يو مامور د شعر په ويلو له دندې ګوښه شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه،۲۷وږی ۱۳۹۷ل): د افغانستان د کرکټ بورډ يو تن مامور چې د کرکټ بورډ په داخل کې شته فساد يې شعر کړی دی له دندې ګوښه شوې دی.

د ننګرهار ولايت اوسېدونکی شاعر پرهيز شګيوال په يوه ويډيويي پيغام کې ويلي دي چې د کرکټ بورډ په دننه يې له ډيره وخته ليدل چې فساد روان دی او د لوبغاړو ترمنځ اختلافات زور اخلي؛ خو زه بې وسه وم نه مې شو کولای چې مخه يې ونيسم او دغه حالت لاپسې دوام کاوه.

شګيوال وايي چې له ډېر زغم وروسته مې دا حالت شعر کړ چې له نشرولو وروسته د کرکټ بورډ رئيس لطف الله مشعل له دندې ګوښه کړی دی.

هغه وويل چې زه له دندې څخه په لرې کېدو خفه نه يم خو زياتوي چې په دې خفه يم چې د کرکټ بورډ په داخل کې به شته فساد او اختلافات د کرکټ ملي لوبډله له منځه يوسې چې بايد مخه يې ونيول شي.

پرهيزشګيوال د افغانستان د کرکټ له پاره ډېر شعرونه ليکلي دي چې د خلکو له تود هرکلي سره مخ شوي دي.

د هغه له مشهورو شعرونو څخه يو يې دادی چې ويلي دي:

د کرکټ لوبه ګټمه له نړۍ سوبه راوړمه
زه بچی د ابدالي يم دا يقين لرم په ځان
افغان يم افغان

تر اوسه پورې په دې اړه د کرکټ بورډ مسؤلينو رسنيو ته څه نه دي ويلي.

د پرهيز شګيوال هغه شعر چې دده دندې د ګوښه کېدو لامل شو.

نور اوج ته رسیدلی دی فساد په کرکټ بورډ کې
ډالروباندې سره شته یو تعداد په کرکټ بورډ کې

که چا دغلا په ماباندې یوه روپۍ ثبوت کړه
بباوکړئ راشئ ماباندې جهاد په کرکټ بورډ کې

په ماچې کوم ظلمونه شوي یو خدای ته معلوم دي
زما څخه به نه وي بل برباد په کرکټ کې

شاعـــر یم تـــل حق وایم نه ویریږم غیرله خدایه
که سر مې له تنې غوڅ کړي جلاد په کرکټ بورډ کې

پیسې دي چې بې ځایه په چکرو مصرفیږي
کسان به درته بیل، بیل زه کړم یاد په کرکټ بورډ کې

اولس غولوي تل وايي چې داسې به زه وکړم
نورختم دی په تاسې اعتماد په کرکټ بورډ کې

خفه په اتلانو یم الله دې ددوې مل شي
کرار، کرار له منځ یې وړي بنیاد په کرکټ بورډ کې

پرهیزه شګیواله چاپلوسي دې کړې نه ده
داځکه خو ته هیڅ نه شولې ښاد په کرکټ بورډ کې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x