افغانستان

بادغیس: د ریزرف عملیاتي کنډک قومندان وژل شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶وږي، ۱۳۹۷ل): د بادغیس امنیتي چارواکي وايي، د دې ولایت د ریزرف عملیاتي کنډک قومندان طالب سرتېرو په مخامخ برید کې وواژه.

د بادغیس د امنیه قومندانۍ ویاند نقیب امیني وايي، عبدالحکیم مودودي او د هغه څلور ملګري د طالبانو د تېرې شپې په برید کې ووژل شول.

هغه طلوع نیوز ته ویلي، طالبانو د هرات او بادغیس تر منځ بند سبزک سیمه کې پر پوستو حمله وکړه، چې په ترڅ کې يې قومندان عبدالحکیم او د هغه څلور ملګري ووژل شول او څلور نور ټپیان شول.

هغه د ۲۲ طالب سرتېرو د وژلو دعوه هم وکړه، خو طالبان وايي دوی خپل درې ملګري له لاسه ورکړي.

طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې د جګړې پخلی کړی، خو د جګړې ځای يې د مرکز اوند قلعه نو کې د لامان سیمه یاده کړې ده او ويلي يې دي، د قومندان عبدالحکیم په ګډون يې اوه تنه عسکر وژلي، اوه تنه نور ورک دي او دوه يې ژوندي ګوتو ته ورغلي دي.

د خبرپاڼې له مخې په دې درې ساعته جګړه کې يې یوه قرارګاه او دوه پوستې بشپړې نیولې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x