
ټاکنو کمیسون: په ټاکنیزه پروسه کې د رسنیو بې طرفي غواړي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶وږي، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کمیسیون د رسنیو کمېټې ویلي، په ټاکنیزه پروسه کې باید دقت ته پام وکړي او بې طرفه واوسي.
د دې کمېټې مشر رفیع صدیقي نن په یوه خبري غونډه کې وویل، که کومه رسنۍ له رسنیزو اصولو مخ واړوي، لومړی ورته اخطار ورکول کېږي، دویم ځل کې يې جواز لیک باطل اعلانېږي.
هغه وویل، رسنۍ باید نوماندان سیاسي، ټولنیزو او فرهنګي خپرونو ته ور ونه غواړي، په وینا يې دا غیر مستقیم د کمپاین پر مخ وړل دي، چې له رسنیز قانون سره خلاف کار دی.
هغه پر نوماندانو هم غږ وکړ، چې د ټاکنو کمیسیون په پام کې ونیسي او له رسنیو پخپله ګټه کار وانه خلي.
راتلونکې میاشت کې د ټاکنو لپاره د نوماندانو رسمي کمپاین پیلېږي، خو ګڼو يې لا هم تر اختر وړاندې په ګڼو مناسبتونو د ښار کوڅو کې تبلیغاتي تختې لګولې دي.
دوی د اختر د مبارکۍ، د ځينو خواخوږیو او ځینو شعارونو په پلمه خپل تصویرونه ځړولي دي، چې د ټاکنو کمیسیون غیر مستقیم کمپایني هڅه او ناقانونه کار بولي.