افغانستان

پکتیکا: د یوې کورنۍ اته غړي وژل شوي، درې نور ټپیان دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶وږي، ۱۳۹۷ل): د پکتیکا په ووړممۍ ولسوالۍ کې د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله د یوې کورنۍ اته غړي وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

پېښه د دې ولسوالۍ په سید خېلو سیمه کې شوې او د ماشومانو او مېرمنو په ګډون یوولسو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

که څه هم د پکتیکا امنیتي چارواکي دعوه کوي چې هاوان مرمۍ د طالب سرتېرو له لوري توغول شوې، خو ځايي اوسېدونکي وايي د مرمۍ ډېر امکان د امنیتي ځواکونو له لوري دی.

د سیمې یو تن اوسېدونکي رسنیو ته ویلي، سیدخېلو کې د طالبانو او عسکرو جګړه کې د هاوان مرمۍ د محمد عظیم پر کور ولګېده او مرګ ژوبله يې رامنځته کړه.

ځايي اوسېدونکي وايي په سیمه کې د روغتيايي مرکزونو د نشتون له امله لا هم ټپیان په کورونو کې ورته پراته دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x