افغانستان

د پير سيد احمد ګيلاني پر زيارت وسله وال برید شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه،۲۶وږی ۱۳۹۷ل): نامعلومو وسله والو د ننګرهار ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د پخواني جهادي رهبر او د سولې عالي شورا د پخواني مشر پير سيد احمد ګيلاني پر زيارت برید کړی او د هغه د زيارت دوه ساتونکي يې وژلي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي رسنيو ته ويلي، چې نامعلومو بریدګرو نن غرمه د پير ګيلاني پر کور او زيارت برید کړی.

د خوږياڼي په وينا په دغه پېښه کې د زیارت دوه ساتونکي وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

 د والي وياند وايي، چې بريدګر له پېښې وروسته په تېښته بريالي شوي او د پوليسو له لوري يې لټون روان دی.

تر اوسه کومې ډلې د دې بريد پړه نه ده منلې، خو ويل کيږي، چې دا کار داعش ډلې کړی او په تېرو وختونو کې هم پر زيارتونو او عامه ځايونو د بريدونو او چاودنو پړه داعش جګړه مارانو منلې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x