ديدنۍ دي، ديدنۍ!

عبدالمالک همت

په دې ورځو کي رسنيو خبر ورکړی دی چي سعودي واکمنو د اسلامي عالمانو د نيولو، بندي کولو او کړولو په دوام څو نور اسلامي عالمان بنديان کړي او د سعودي استخباراتو په زندانونو کي سخت کړول کيږي. وايي چي په دې ډله کي د مکې مکرمې د مسجدالحرام يو بل امام او خطيب او د طايف پوهنتون استاذ شيخ دکتور بندر بن عبدالعزيز بليله هم په ډېر سپکاوي سره نيول سوی دی.

سر چيني وايي اوس د نظر ورکولو او نيوکي کولو له امله د بيان د آزادۍ ضد سعودي حاکمي دستګاه ۲۶۱۳ کسه بې ګناه انسانان زندانونو ته اچولي دي. خو د نورو موثقو سرچينو د څرګندونو پر بنسټ پر دې سر بېره ډېر نور اسلامي عالمان د ظلمونو، اسلام ضد کړنو او منکراتو په اړه له اسلامي نظره د څرګندونو، امر بالمعروف او نصيحتونو له امله له کلونو راهيسي په سعودي زندانونو کي اچول سوي دي.

په عالم اسلام کي يوازي د سعودي علمای کرام نه دي چی دغسي کړول کيږي او نه يوازي دا ظلمونه سعودي واکمنان کوی. د اسلام په تاريخ کي دغسي ظلمونه د ظالمو واکمنو له خوا پر اسلامي عالمانو باندي بېخي ډېر سوي دي. خو په دې ورځو کي دا کار د اسلامي نړۍ په ګوټ ګوټ، په تېره په سعودي کي نسبت پخواته څه زيات سوی دی.

له لویه سره په اسلام کي د راشده خلفای کرامو رضي الله عنهم راوروسته په پرله پسې توګه د حکامو او علمای کرامو سره پرته ده. د تاريخ پاڼي موږ ته راښيي چي پر مسلمانانو باندي واکمنو سوو ظالمانو د خپلو ګټو د ساتلو او ځانی واک او قدرت د ټينګښت لپاره ډېر اسلامي عالمان د حق ويلو او اسلام بيانولو له امله يا د دغسي واکمنو د نژدېکت يا دندو نه منلو او يا مرستي نه ور سره کولو په سبب په ډول ډول کړونو او زورونو زورولي، وهلي، سپک کړي، له دندو پسي اخيستي او د زندانونو تورو کوټو ته د ننه کړی او ان شهيدان کړي دی.

د امام سعيد بن المسيب، امام سعيد بن جبير، امام جعفر صادق، امام ابوحنيفه، امام مالک، امام احمد،امام شافعي، امام بخاري، عز بن عبدالسلام، شيخ الاسلام ابن تيميه، مجدد الف ثاني او بېخي ډېرو نورو کړوني او زندانونو ته اچول زيات شهرت لري او تاريخونو ثبت کړي دی. خو چي تاريخونو يې کيسې موږ ته نه دي کړي، د هغو شمېر خونو بېخي ډېر دي.

په همدې زموږ په هيواد کي څونه علمای کرام مخکنيو پاچهانو او اوسنيو پردي پالو واکمنانو زندانونو او سياه چالونو ته اچولي، ربړولي او ژوندي تر خروارونو خاورو لاندي کړي دي او اوس هم دا لړۍ روانه ده، الله دي خپل رحم وکړي.
ليکن پخوا به د دغسي حق ويونکو عالمانو سره يوازي ظالمو واکمنو دښمني کول، خو اوس له بده مرغه خبره تر دې پولي رسېدلې ده چي هغه علما چي حق او حقيقت وايي او په دې لار کي د چا پروا نه کوي د بېخي ډېرو بد ايسي. اوس د ښو عالمانو څخه کفار او د هغو ګوډاګيان څه چي ډېر د اسلام دعوه کوونکي او هغوی چي ځانونه د اسلام پلويان ګڼي هم ښه نه وړي. مثلاً : سم په ږيره مسلمان به وي، خو په ديني او حق ويونکي عالم پسي به بد رد وايي، که څوک ورته ووايي چي دا ولي د خدای بنده؟ جواب به يې دا وي چي دی ولي داسي خبري کوي چی زموږ د ډلي د پاليسۍ خلاف دی او يا ولي زموږ پر مشر باندي نيوکي کوي؟! ستاسي د ډلي يا مشر دي مخ پرته سي، حتماً به يې د اسلام يا خلکو او هيواد خلاف څه پر ليدلي وي، که نه څه د پلار دښمني يې ورسره پاته ده ؟ دا مشران خو اکثره غله او د پردو غليمانو لڅ يا پټ اجيران او ګومارلي دي.

بس اوس چي هر څوک هر څونه لوی غل او د غليمانو مل وو، دا نور سر سپارلي يې لکه د مرداري سپي، کارګان او غالبوزي او مچان پر را ټول وي. د سترګو په يوه اشاره يې هم خلک ورته وژني، هم يې ګواښي، هم دغو مردار خورو غلو ته په ټاکنو کي رايي ورکوي، هم يې په رسنيو کي رسنيز تعبد کوی، هم يې په پلوي په مظاهرو کي غورځی کوي، هم غلاوي ورته کوي، ګوره چي نور پټ کارونه به لا نور څونه ورته کوي.

تاسي به ليدلي وي چي څو ورځي دمخه د رشيد دوستم او يوه بل جاهل پلويانو په ځينو شمالي ولايتونو کي څه غومبر جوړ کړی وو؟! سبحان الله ! عجيبي مظاهرې وې او عجب پکښي غورځېدل. د دولتي دفترونو په تړلو سره يې څونه خلک وزورول او کارونه يې ور وځنډول او څوني ورانۍ يې وکړې؟ دلته خو د خدای د دين او د خدای د مخلوق پر ضد ډول ډول نادودي سوي دي او په دې ځمکه کي ډول ډول فسادونه روان دي. د مکې مکرمې د مسجدالحرام تر حق ويونکو امامانو به نو نور ښه خلک څوک وي؟ خو د دغو ناوړو چارو او د دغسي ښو خلکو د بندي کولو او زورولو په باب هيڅوک هيڅ نه وايي. دغه کسان يانور ما هيڅ ونه ليدل چي لږ تر لږه يو ساعت دې هم د دغو چارو پر ضد مظاهره کړې وي او يا دې په پلوي څه خوله چوله کړي؟!

په دې منځ کي د عزت خاوندو بې وزلو او بې دفاع خلکوته چی د ټولني اکثريت جوړوي ټوله ځمکه زندان ګرځېدلې ده.

له بده مرغه نن دغه اکثريت عام پتمن، خو مستضعف او بې وزلي خلک هم سره له دې چي دغونه تر فشارونو لاندي دي، له دغو ظلمونو او کړاوونو څخه د ځانونو د ژغورلو لپاره هيڅ عکس العمل نه ښيي. دوی تر دې پولي مړژواندي او بې پروا سوي دي چي نه د حق پلوي کوی او نه د باطلو، بس د سپي تر لکۍ لاندي ژوند يې خوښ سوی دی او په دې بخولو کي او د ظلمونو په ظلمتونو کي په خواره خواري اخته، نيمه ډوډۍ د کوټې پای يې خوښ کړی او په دې حالت کي ځانونه تر مرګه رسوی.

بله جالبه لا داده چي ډېرغله خپل – خپل کارونه کوي، نه رياکاري کوي او نه هم له ځانونو شيخان او صاحبزاده ګان جوړوي، خو په دغو غلو کي ځني بيا تر دې کچی سپين سترګي دي چي هم لوی غل وي او هم ځان تر نورو ښه او سپېڅلی شخصيت ګڼي؟! روحاني، ديني، علمي او جهادي مشر خو ځان بولي چي بولي او د جهاد افتخارات خو ځان ته منسوبوي، چي منسوبولي، بلکي د ملا محمد عمر مجاهد، شهيد مولوی منصور، مولوي جلال الدين حقاني، خالص بابا او عمر مختار رحمة الله عليهم صفتونه هم کوي او په دې سره خپلو مخاطبينو او دروږيانو ته دا تأثر ورکوي چی ګواکي زه هم د هغو د لاري لاروی يم ؟! په داسي حال کي چي هغو خپل ځانونه، مالونه، او اولادونه ټول د اسلام او وطن په لار کي او د کفر، باطلو او کفر پالني اوباطل پالني په وړاندي جار کړل، خو دوی د جهاد په نامه د امريکايانو په ډالرو او نورو ډول ډول غلاوو او ښکاره وو مليونران، د شهرکونو، معاملو او سوداګريو، شرکتونو او ارګاه بارګاه خاوندان سوي دي. خدای دي انصاف ور کړي، د دوی او د دې درنو هستيو يې سره څه ؟
بس دعا به کوو چي په زندانونو کي ترکړاوونو لاندي ټولو بې وزلو بنديانو دي لوی څښتن سبحانه غور وکړي، پر ظالمانو دې خدای را چپه کړي او عام ولس دي الله عز اسمه پر دې راولي چي د دغه آيت شريف زرينه لارښوونه عملي کړي:

﴿ إِنَّ اللَّهَ لَا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُوا مَا بِأَنْفُسِهِمْ ﴾ [رعد: ۱۱].

ژباړه: باور ولرئ چي الله د کوم ولس حالت تر هغو نه بدلوي چي هغه ولس پخپله په خپلو حالاتو کي بدلون رانه ولي.

والسلام.

avatar
4 د تبصرو شمېر
3 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

أمين يا رب العالمين
جزاكم الله خير

حاجی خراباتی
میلمه
حاجی خراباتی

قانون قانون دی ،هر څوک باید د خپل ملک قانون احترام وکړی.هر څوک چه د خپل ملک قانون مات کړی باید جزا ووینی.قانون ته ملا ،امی،ډاکتر ټول یو شی دی.سعودی عرب یو اسلامی ملک دی،قانون یی شرعیت دی، هر سعودی اوسیدونکی باید مجبور مکلف دی چه قانون ته احترام وکړی،کنه د سعودی حال به داسی شی لکه افغانستان

عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

حاجي خيراباتي وروره(زه خراباتي نه درته وايم) يو د خدای قانون دی چي حق او د عدالت قانون دی او که هر څای په سمه توګه پلی سي دا د ظلم او جهل تورتمونه به ټول د حق او عدالت په رڼا ښکلي او رڼا سي. او بل د بشر(وضعي قوانين) دي چي کېدای سي د قرآن او عدالت له رڼا څخه يې رڼا اخيستې وي او څه تاوان ونه لري او کېدای سي چي د بشر د خود خواهۍ پر بنسټ او واک او ځاني ګټو د خوندي کېدو لپاره جوړ سوی وی. دغسي قوانين د ظلم قوانين باله… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

حاجي صيب بيشكه چي قانون قانون دى
يو الهي قانون دى د توله بشر لپاره او بل فردي قانون دى د يوي منطقي لپاره
په اسلامي شرعي قانون كي هر سوك د وينا اجازه لري او خصوصاً علماء كرام خو مكلف دي چي حاكمان په خپلو اشتباهتو أو غلطيو پوه كي أو دا لوي جهاد دى ، دوي دا نشي كولاي چي هرسه خرابات كي او دخير پر غوندى ورته كيني
دسعودي بندي خاني په علماو أو ملايانو دكي دي
دا سنگه إسلامي ملك أو شرعي نظام دى چي په شكاره د كفر سره دوستي أو اسلام سره دشمني كوي

حاجی خراباتی
میلمه
حاجی خراباتی

جمیل صاحب.راځه چه اول د خپل ملک غم وخوری.داسی دیدنی دی چه شیطان ورته حیران دی،د سعودی ،غم مه کوه ،سعودی ملک داسی څښتن لری،چه د تخریب کار خوله په ځمکه باندی موښی.د سعودی علما خو نعری وهی چه سوله اور بند وکړی ،څوک یی په خوله پیاز هم نه خوری ،نو بیا ولی له سعودی دولت څخه ګیله وکړو؟

اجمل پښتین
میلمه
اجمل پښتین

په ګوتو دي برکت شه ، الله تعالی دي ستاسو غوندي حق ویونکیو ته اوږد ژوند دخیر درکړي چې دمسلمانانو ذهنونه تنویروئ ، آمین

عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

مننه پښتين صاحب الله مو په خپل حفظ کي وساته.