افغانستان

پاکستان افغان کډوالو ته د پاکستاني شناختي کارډونو د ورکولو لپاره ګامونه پيل کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه،۲۶وږی ۱۳۹۷ل): د پاکستان د کورنيو چارو وزارت افغان او بنګالي کډوالو ته د پاکستاني شناختي کارډونو د ورکولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي دي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزارت سرچينې وايي، چې څلورو واړو ايالتي حکومتونو ته لارښوونه شوې، چې د غیر راجسټر افغان کډوالو او نورو بهرنيانو په اړه معلومات مرکزي حکومت ته ولېږي.

د سرچينې په حواله د کورنيو چارو وزارت سره د ديارلس لکه غیر راجسټر افغان کډوالو په اړه معلومات شته، خو د هغوی د کورونو او اوسېدو ځایونو په اړه معلومات نه لري.

د کورنيو چارو وزارت وايي، چې دوی يو ځل بيا په داسې حال کې د افغان کډوالو په اړه د کره معلوماتو د راټولو لپاره نوو ګامونو ته اړتيا لري، چې ګڼ شمېر افغان کډوال له خپلو کمپونو وتلي او ځينې يې بېرته خپل هېوادته ستانه شوي دي.

د پاکستان لومړي وزير عمران خان تېره ورځ په کراچۍکې يوې غوونډې ته وويل، چې افغان او بنګالي کډوالو ته به پاکستاني شناختي کارډونه او پاسپورټونه ورکړي او دغه کډوال به د پاکستان د نورو اتباعو په شان برابر حقونه ولري.

د عمران خان په وينا دلته مېشت کډوالو سره بايد انساني تعامل وشي او له دې لارې د جرمونو او نا امنيو د زياتېدو مخنیوی وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x