ادبي لیکني

یو خوب وو

لیکنه: فضل ربانی قاضی زی

زوړ ۳۰۲ ته پورته شوم، لاتر اوسه ډک نه وه کلینر هم سورلۍ پسې چیغې وهلې. یو یو کس راپورته کیده او همدا چې راپورته به شو نو سم د واره به یې وویې استاده ځه کنه، بیا به ډریور په آینه کې وکتل او وبې ویل چې سمده بس دغه دی حرکت دی په خیر.

په اډه کې ګڼه ګوڼه ډیر وه ماشومانو به هم په لاس کې روټ، جوس، ژاولې او داسې نور شیان خرڅول او د شیشې خوا ته به راغلل چې ماما داشي اخلې او داشي اخلې، چا به څه اخیستل او چا نه. کلینر غږ کړ چې استاده ځه پخیر، او له ده د غږ سره موټر ورو ورو په حرکت کې شو او ډریور وویل چې یوه دعا د خیر! د ده د غږ سره سم ټولو غږ کړ چې دعا د خیر او چا په عربی چا په پښتو د خیر دعاوي کړلې. موټر کې ټول زنګیدل او د نغمې سندره غږیږده: زموږه اوړکي تللي غریبۍ ته بیا نه راځینه اوړکي څوکۍ ته ….

د اوږ مزل وروسته کلی راورسید او د موټره کوز شوم، د سرک پر سر همغه څو محدود غړ دوکانونه، یو څو ګامه مې چې پورته کړل شنه باغونه، ښایسته هوا، آرامه ژوند، همغه پخواني خاورین کورنه او د خټو کلې، او د سنځلو عطرین بوي مې دماغونه تازه کړل.

د خوشحالۍ نه په ځان نه پوهیدم، کلي ته چې ورکوزیږم، هو همدلته یوه چینه ده. چیرته به چې ما هوسۍ ته او هوسۍ به ماته د مینې لنډۍ غږولې. چینې ته ولاړ شوم او اوبه مې لپه کړې چې مخ تازه کړم، سپینو اوبو کې رنګارنګ مایانو مې د مینې اور ته نوره هم لمن وهله او دې د اوبو څاڅکو په زړه مې د مینې باران شرو کړ. د هوسۍ به په کمیس د سپینو زرو روپو شرنګ او شوروو، دې سره مې نور هم زړه نری شو.

همغه شرنګ د روپو مې غوږ ته راغی، سترګې مې خلاصې کړې د اوبو څاڅکي مې په سترګو پرده ځړولې وه، لږ لږ مې په سترګو رڼا کیده چې شین کمیس، سور ګیبۍ پرتوګ، پڼې په پښو څوک را روان دي. په سترګو مې لاس کش کړ ترڅو چې مې کتل پیغلې له حیا ډکې سترګې پټې او پلو یې مخ ته ونیو.

زړه کې مې دا وو چې پرې غږ کړم بیا مې د ځانه سره وویې چې ظالمه هسې نه چې کلي کې بد نام شې، د چینې نه پورته شوم او زړه نازړه مې پښه پورته کړه. چې یو غږ شو، دا غږ د ما په زړه لکه د اسرافیل شپیلۍ توپان لاهو کړ او د لاسو پښو مې دمه وخته، پوه شوم چې هوسۍ ده.

په رپانده غږ مې خوله راټوله کړه ماویل هوسۍ ته یې؟ مخ دې راښکاره کړه. په پخواني انداز یې وویل: هلکه روغ به لیونۍ شې – که د هوسۍ د زنې سر د ولیدنه.

تر څو چې مې خبره کړله ډزې شوې په ځان پوه نشوم، چې د ما سترګې خلاصې شوې، هوسۍ مې سترګې پټې وې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x