نیکلسن: د سولي کاروان او فاکس نیوز باید د ټرمپ د قانع کولو لپاره وکاروو!

واحد فقيري

د امریکا معتبر سیاسي ویب سایټ ډیلي بیسټ د سپټمبر پر ۱۷ لیکي د تېري جولای په میاشت کي د متحده ایالاتو، برتانیې، ایټالیا، او په افغانستان کي د نورو ښکېلو هیوادونو عالي رتبه مامورینو په یو لړ مجلسونو کي دا پلان وضع کړ چي څرنګه په افغانستان کي د پاته کېدو طرح پر خپلو خلګو باندي خرڅه او ومني.

دا مجلسونه په افغانستان کي د ناټو د عمومي کانفرانس څخه فقط څو هفتې مخکي دایر وسول. پدې مجلسونو کي فیصله وسوه چي د نظامي عملیاتو په اړه باید په سوشل میډیا کي یو سلسله ویډیوګاني خپرې سي، او په افغانستان کي د سولي د کاروانونو په هکله معلومات خپاره سي. ډیلي بیسټ لیکي پدې مجلس کي دریو ګډونوالو موږ ته وویل چي زموږ لوی خنډ دا وو چي څرنګه جمهورریس ټرمپ پدې قانع کړو چي د افغانستان په اړه خپل نظر واړوي، او اجازه ورکړي چي په افغانستان کي د امریکا عسکر د نامعلوم وخت لپاره پاته سي.

هغوی وايی زموږ په نظر یوازنۍ لاره دا وه چي فاکس نیوز د ځان ملګری کړو.

هغوی وايي موږ فیصله وکړه چي د فاکس نیوز سره تماس ټینګ کړو، او د هغوی له ژورنالیسټانو څخه وغواړو چي د جنرال نیکلسن د قواوو سره په عملیاتو کي شرکت وکړي. یو عالي رتبه مامور وايي،«موږ غوښتل چي ټرمپ زموږ سره ملګري وي. خو حقیقت دا دئ چي زموږ مجلسونه عجیبه غوندي ول، ځکه موږ باور لاره چي دا یوازنۍ لاره ده چي ټرمپ به موږ ته غوږ ونیسي.»

د امریکا د دفاع وزارت او فاکس نیوز مسولین وايي چي د هغوی خبریالانو د امریکايي فوجیانو سره په عملیاتو کي برخه وا نه خیستله، خو په افغانستان کي د امریکايي قواوو قومنداني له تبصرې کولو څخه ډډه وکړه.

ټرمپ له اوله سره د افغانستان د جنګ ختمول غوښتل. هغه حتی غوښتل چي د افغانستان جنګ خصوصي کړي. خو د دفاع وزیر جنرال متیس ټرمپ پدې قانع کړ چي په افغانستان کي د نامعلوم وخت لپاره امریکايي فوجیان او روزونکي وساتي. خو د هغه وخت راپدې خوا طالبانو زیات پرمختګ کړی دئ، او د هغوی دا پرمختګ ټرمپ ناامیده کړی دئ.

د فاکس نیوز سره مشورې پدې داسي وخت وسوې چي نیکلسن کوښښ کاوه چي په افغانستان کي د سولي پرلتونه او مارچونه تشویق کاندي. په کابل کي، امریکايانو هڅه کوله چي د همدې مارچونو په اړه تبلیغات زیات کاندي، څو طالبان د خبرو مېز ته راکش کړي.

د جنرال نیکلسن یو نژدې ملګری وايي،«نیکلسن واقعا غوښتل چي د سولي کاروان ادامه پیدا کړي، او تشویق ئې کړي. موږ عقیده دا وه چي دا یو متفاوت شی دئ، او پخوا نه وو پېښ سوی، او کېدای سي چي د سیاسي اهدافو لپاره استفاده ترې وسي.»

هغو خلګو چي د جنرال نیکلسن او د هغه د مېرمني، نوراین مکډونالډ، سره نژدې همکاري کوله، وايي چي مېرمن نیکلسن د سوشل میډیا په تبلیغاتو کي ښکېله وه، او تل ئې د سوشل میډیا پیغامونه او ستراتیژي رهبري کوله. مېرمن مکډونالډ نیکلسن د امنیتي چارو تحلیلګره ده، او له ډیر وخت راهیسي د افغانستان په مسایلو کي ښکېله ده.

ډیلي بیسټ ته ځینو امریکايي افسرانو وویل چي پدې دوبي کي امریکايي جنرالانو هڅه کوله چي په افغانستان کي پاته سي، ځکه هغوی باور لاره چي د افغان د اردو د تمرین کارونه پرمختګ کوي. خو اکثرو امریکايي عسکرو او افسرانو د هغوی لدې برداشت سره مخالف ول.

پدې وخت کي، د امریکا پر فوج باندي انتقادونه زیات سوي ول، او اکثرو غربي مطبوعاتو ویل چي پدې وروستیو میاشتو کي هغوی کوم د پام وړ نظامي پرمختګ نه دئ کړئ. د امریکايي جنرالانو د ستراتیژۍ یو جز دا وو چي د امریکا خلګ او جمهورریس ټرمپ پر نظامي عملیاتو باندي تمرکز و نه کړي، بلکي پر سیاسي اقداماتو باندي تمرکز وکړي،‌ او د طالبانو سره پر خبرو باندي تمرکز وکړي.

د دې مجلسونو ځینو ګډونوالو ډیلي بیسټ ته وویل چي ځینو امریکايی جنرالانو او دپلوماتانو اشرف غني دېته تشویق کړ چي د فاکس نیوز سره یوه مرکه وکړي، څو د ټرمپ توجه د افغانستان د جنګ طرف ته راجلبه کړي. اشرف غني د ۲۰۱۷ د مارچ په میاشت کي یوه مرکه وکړه، او پدې مصاحبې کي ئې کوښښ وکړ چي متحده ایالاتو ته دا وښيي چي په افغانستان کي به په اقتصادي پانګونه کي ګټه وکړي.

ډیلي بیسټ لیکي خو د طالبانو رسمي دریځ دا وو چي‌ هغوی به هیڅکله د امریکايي قواوو د وتلو د تقسیم اوقات پرته د کابل له حکومت سره خبرو ته کښېنني.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالقدیر مهمند
میلمه
عبدالقدیر مهمند

هموطنان گرامی سایت دیلی بیست امریکا نقاب را از چهره حرکت کاروان های صلح مستر کچالو را بر داشت که به هدایت استخبارات (سیا) سگ دوی غلامی بندگی میکنند!!
https://www.thedailybeast.com/generals-secret-weapon-to-keep-trump-in-afghanistan-fox-news

رحمت افغان
میلمه
رحمت افغان

نو ددې خبرې معنی داده چې په هلمند کې په لوبغالي کې چاودنه هم د طالبانو یا داعش کار نه ؤؤ بلکې د نیکولسن کار ؤؤ، موږ په زرونو ځله ویل چې په ښارونو کې چاودنې ، د عامو خلکو وژل د سرک غاړې هغه بمونه چې عام خلک په کې مري په خپله امریکایان تر سره کوي خو بی شرمه خیاطانو به پر مجاهدینو تاوانول، د عامو خلکو په وژلو مجاهدینو ته کومه ګټه رسیږي؟؟ ګټه ېې یرغلګرو ته رسي چې په سوشیل میډیا کې ترې د مجاهدینو پر ضد په تبلیغاتو کې کار اخلي. نو ځکه ددې جنایتونو… نور لوستل »