افغانستان

حکومت ته د عطامحمد نور له پېغوره ډک ګواښ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷وږي، ۱۳۹۷ل): د بلخ پخواني واکمن او د «لوی ملي ائتلاف» غړي عطامحمد نور حکومت ته تازه ګواښ کړی دی.

دې ائتلاف وړمه ورځ په کندهار، هرات او بلخ کې د ټاکنو کمیسیون دفترونه وتړل، چې پرون امنیتي ځواکونو هرات کې اعتراض کوونکي زنداني کړي او د ټاکنو دفتر يې پرانیستی.

که څه هم تېره ورځ ننګرهار کې هم د ټاکنو کمیسیون دفتر د همدې ائتلاف له خوا وتړل شو، خو عطامحمد نور په هرات کې د دوی د پلویانو پر نیول کېدو توند غبرګون ښوودلی.

صنا خبري بنسټ؛ د عطامحمد نور په حواله وايي، حکومت د څو موټرسایکل سپرو طالبانو مخه نه شي نیولی، په وینا يې د خلکو له دې پراخ زور سره به څنګه پنجه نرمه کړي.

هغه ویلي، د دوی پلویان دې ژر پرېښودل شي، که پرې نه ښودل شي؛ نو که هر څه وشول، مسؤلیت به يې د حکومت پر غاړه وي.

نور زیاته کړې، موږ پر خپلو غوښتنو کلک ولاړ یو، هیڅ ځواک مو مخه نه شي نیولی.

عطامحمد نور پر حکومت غږ کړی، چې له دوی سره زور ونه وهي او دا ځواک دې بل ځای مصرف کړي.

د سیاسي ګوندونو ائتلاف وړاندې ویلي و، چې که يې د ټاکنو اړوند غږ وانه ورېدل شي، په نورو ولایتونو کې به هم د ټاکنو کمیسیون دروازې وتړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x