افغانستان

بلخ: اربکیانو د دوو قومندانانو په ګډون خپل لس ملګري وژلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷وږي، ۱۳۹۷ل): بلخ کې اتو اربکیان د خپلو دوو قومندانانو په ګډون لس ملګري وژلي او تښتېدلي دي.

پېښه تېره ورځ ماسپښين مهال د چهاربلوک ولسوالۍ د قزل کلا سیمې په پوستو کې شوې.

بریدګرو اربکیانو قومندان باهي خان او قومندان شامحمد او اته نور اربکیان وژلي دي.

طالبانو بریدګر خپل نفوذي ملګري بللي او ویلي يې دي، دوی روغ ور رسېدلي دي.

طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې د دوی یو نفوذي ملګری هم په جګړه کې وژل شوی دی.

وړاندې زیاتوي بریدګرو له ځانونو سره یو رینجر موټر، او ۱۳ میله سپکه او درنه وسله هم ور وړې ده.

د بلخ چارواکو لا په دې تړاو څه نه دي ويلي، خو د شنونکو په باور دا ډول بریدونو د عسکرو په لیکو کې شته باور هم له منځه وړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x