افغانستان

سیاسي ګوندونو ننګرهار کې هم د ټاکنو دفتر وتاړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷وږي، ۱۳۹۷ل): له هرات، کندهار او بلخ وروسته د سیاسي ګوندونو ټلوالې په ننګرهار کې هم د ټاکنو کمیسیون دروازه قلف کړه.

تېر مازیګر مهال د «لوی ملي ائتلاف» پلویانو د ټاکنو کمیسیون دروازې مخې ته خېمه ووهله او دروازه يې را بنده کړه.

پرون د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږياڼي وویل، چې دوی به پرې نه ږدي، د ټاکنو کمیسیون دفتر وتړل شي.

هغه د دفتر له تړل کېدو وروسته رسنیو ته وویل، چې د سیاسي ګوندونو پلویانو له کاري وخت وروسته له فرصته ګټه واخیسته او خېمه يې ووهله.

خوږياڼي ویلي، دوی به نن سه شنبه دغه دفتر تړلی پرې نه ږدي او د کورنیو چارو وزارت له حکم سره سم به امنیتي ځواکونو مداخله وکړه.

وړمه ورځ د کورنیو چارو وزارت وویل، امنیتي ځواکونو کولی شي د سیاسي ګوندونو د دې اقدام پر وړاندې له زوره کار واخلي.

د ټاکنو کمیسیون په کندهار، هرات او بلخ کې د دفترونو د تړل کېدو په تړاو وویل، چې که يې تړل دوام وکړي، نو دې ولایتونو کې د ټاکنو د ځنډ علت کېدلی شي.

حکومت پرون په هرات کې د ټاکنو دفتر پرانیست او اعتراض کوونکي يې زندانیان کړي، چې عطامحمد نور يې په تازه څرګندونو کې په ګواښمنه لهجه د ژر خلاصون امر کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x