افغانستان

بلخي؛ د افغان کډوالو اړوند د عمران خان اقدام ستایلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷وږي، ۱۳۹۷ل): د کډوالو چارو وزارت په پاکستان کې د افغان کډوالو اړوند د هغه هېواد د لومړي وزیر اقدام ستایلی دی.

د پاکستان لومړي وزير عمران خان تېره ورځ په کراچۍکې يوې غوونډې ته وويل، چې افغان او بنګالي کډوالو ته به پاکستاني شناختي کارډونه او پاسپورټونه ورکړي او دغه کډوال به د پاکستان د نورو اتباعو په شان برابر حقونه ولري.

د کډوالو چارو وزیر عالمي بلخي ويلي، دا ښه اقدام دی، خو په وینا يې په دې سره به ټولې ستونزې حل نه شي.

هغه وویل په پاکستان کې شاوخوا دوه اعشاریه پنځه میلیونه افغان کډوال شته، چې په وینا يې که پاکستان یو نیم میلیون کسانو ته پېژندپاڼې ورکړي، نور پاتې کېږي.

د ده په وینا پاکستان حکومت دې پاتې نورو افغان کډوالو ته هم پام واړوي.

په ورته وخت کې پاکستاني چارواکو ویلي، افغانانو ته د تابعیت ورکولو لپاره يې اقدامات پیل کړي دي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزارت سرچينې وايي، چې څلورو واړو ايالتي حکومتونو ته لارښوونه شوې، چې د غیر راجسټر افغان کډوالو او نورو بهرنيانو په اړه معلومات مرکزي حکومت ته ولېږي.

د سرچينې په حواله د کورنيو چارو وزارت سره د ديارلس لکه غیر راجسټر افغان کډوالو په اړه معلومات شته، خو د هغوی د کورونو او اوسېدو ځایونو په اړه معلومات نه لري.

د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان تازه د پاکستان لومړ وزیر ټاکل شوی، چې افغان حکومت ورنه د ښو اړیکو تمه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
رښتين

څنګه نه شرمېږئ چي د خپلو خلکو په پردي کېدو او پاکستاني کېدو خوشاله کېږئ. دا کلونه کلونه دغو خلکو په پاکستان غوندي پردي ملک کي په افغانستان کي د سولي او امنيت د راتلو په اميد د لوږي، خوارۍ او بېوزلۍ شپې ورځي د پاکستاني پوليسو تر زورونو لاندي تېري کړې، اوس دادی دلته ستاسي د بادارانو او ستاسي د ظلمونو او کشمکشونو د اوږدېدو له لاسه د پاکستان په تابعيت اخيستلو راضي سوي دي. موږ وايو چي د ها خوا افغاني خاوره او افغانان زموږ دي، خو دادی اوس زموږ له سپیتاني مو وطن د امريکايانو په منګولو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x