افغانستان

ملګري ملتونه د سیاسي ګوندونو اقدامات ټاکنو ته خنډ جوړونکي بولي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷وږي، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی تادامیچي یاماموتو وايي د سیاسي ګوندونو وروستي اقدامات د ټاکنو پر وړاندې خنډونه جوړولی شي.

هغه پرون د ملګرو ملتونو په امنیت شورا ته وویل، که د سیاسي ګوندونو او حکومت جوړجاړی ونه شي، ښايي ټاکنې پر خپل وخت ونه شي.

هغه پر امنیتي وضعیت هم اندېښنه وښوده، په وینا يې په افغانستان کې د مهمو پرېکړو وخت دی، چې په وینا يې پر راتلونکې به هم اغېزې ولري.

دا په داسې حال کې دی چې تازه تېر مازیګر د ملي ائتلاف ټلوالې په ننګرهار کې هم د ټاکنو دفتر وتاړه.

تر دې وړاندې دې ائتلاف په کندهار، بلخ او هرات کې هم د ټاکنو دفترونه وتړل، چې په هرات کې امنیتي ځواکونو په بېرته په زور پرانیست.

د ملګرو ملتونو استازې د سولې اړوند هم څرګندونې لرلې، په وینا يې د سولې لپاره باید د جګړې ښکېل اړخونه د باور فضا رامنځته کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x