ورزش

رمیز راجه: کرېکټ کې مې په لومړي ځل له افغان «سوکه توپ اچونې» خوند واخیست

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷ وږی، ۱۳۹۷ل): د پاکستان کرېکټ لوبډلې پخواني اوپنر لوبغاړي او اوسنی غوره مبصر رمیز راجه وایي چې په لومړي ځل یې د افغانستان له سوکه توپ اچونې خوند واخیست.

د افغانستان او سرېلنکا ترمنځ له سیالۍ وروسته رمیز راجه په یوه ویډیو کې وویل چې نوموړي له ډیرې مودې وروسته د کرېکټ په نړۍ کې د افغانستان سوکه توپ اچونې ته په لیدو له دې ځانګړی خوند واخیست.

رامیز راجه د افغانستان لوبډلې په اړه وایي: «افغانستان لوبډله په لومړي ځل له سخت طاقت سره راڅرګنده شوې، چې هیڅ ویره یې نه درلوده او داسې بریښیده چې ددې سیالۍ بریا لپاره په پوره معنا چمتو وه، زه باوري یم چې افغانستان لوبډله به پایلوبې ته لار مومي.

نوموړي زیاته کړه چې په ټوله لوبه کې افغانستان د سرېلنکا پر وړاندې د یوه مشر په حیث لوبه وکړه چې دوی امر کوي او غلام (سرېلنکا) یې مني، داسې هیڅ احساس نه کېده چې افغانستان د روان اسیا جام خوښونکې لوبډله نه ده.

وړمه ورځ د افغانستان او سرېلنکا ترمنځ سیالۍ ترسره شوه چې افغانستان په لومړي ځل په یو ورځنیو سیالیو کې سرېلنکا ته د ۹۱ منډو په توپير ماتې ورکړه، د افغانستان لخوا په دریواړو (توپوهنه، توپ اچونه او ډګر ساتنه) برخو کې په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه.

رمیز راجه په ځانګړي ډول د افغانستان سوکه توپ اچونې برخه وستایله او زیاته یې کړه که چیرې د هرې لوبډلې پر وړاندې افغانستان له ۲۰۰ څخه پورته هدف وټاکي، سوکه توپ اچونکي به حتما ددغه هدف دفاع کوي.

سرېلنکا یو له سترو لوبډلو څخه ده، چې پنځه واره یې د اسیا جام اتلولي هم ګټلې ده، خو د افغانستان پر وړاندې په تېره سیالۍ کې له سختو ستونزو سره مخ شوه او د افغانستان سوکه توپ اچونکو پرمخ ناکامه ثابت شوه، دغې لوبډلې افغانستان ته په ۲۰۱۵م نړیوال جام کې د ۴ ویکټو په توپير ماتې ورکړې وه.

رامیز راجه زیاتوي چې افغانستان په دوبۍ لوبغالي کې هم لوبې لري، او په هغې لوبغالي کې د سوکه توپ اچونکو لپاره د توپ تاوونې چانسونه نور هم زیات وي، که چیرې افغانستان په توپوهنه کې د توپ اچونکو ملتیا وکړه لرې نه ده چې پاکستان او هند ته هم ماتې ورکړي.

د نړۍ تکړه مبصر وویل زه د افغان لوبډلې ځانګړی مینوال یم، دغه سیالۍ زما لپاره ډیره په زړه پورې وه، که افغان لوبډلې خپل اعصاب همداسې کنترول وساتل لرې نه ده چې پایلوبې ته به هم ورسیږي.

له دې وړاندې په ۲۰۱۶م کال کې هم رمیز راجه د افغانستان لوبډلې په هکله ویلي وو چې ډیر ژر به افغان لوبډله د نړۍ یو له سترو لوبډلو څخه وشمارل شي، چې د سترو لوبډلو پر وړاندې به لوی خنډ جوړ شي.

د یادونې وړ ده چې افغانستان لوبډلې سرېلنکا ته په ماتې ورکولو یاده لوبډله له اسیا جام څخه بهر کړه او په مرسته یې له ګروپ بي څخه بنګلدیش او افغانستان لوبډلې دویم (نیمه پایلوبې) ته لار وموندله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x