اووه قسمه خلکو ته خپل راز مه وايه!

ژباړه او زياتونه: فضل باري مشفق

په دنيا کې الله (ج) ډير قسم خلک پيدا کړي دي، چې هر يو يې مختلف قسم خويونه او مزاجونه لري، څوک يو قسم صفات لري او څوک بل قسم، چې همغه شان بيا د دنيا د خلکو چلند ورسره دوام کوي، په لاندې ليکنه کې په دې پوهيږو چې کوم ډول خلکو ته بايد خپل د زړه حال او راز ولې ونه وايو؟

لومړی:څوک چې له تاسره همدردي نه لري!

انسان بايد دومره ويده او غافل نه وي، خپل دوستان او دښمنان، خواخوږي او ملګري وپيژني، هغه څوک چې له چا سره په زړه کې همدردي نه لري، کله کولای شي چې د هغه د رازونو او پټو خبرو ساتنه وکړي، نو په کار دی چې دغه ډول خلکو ته خپل راز ونه ويل شي.

دوهم: څوک چې ستا له دښمنانو سره دوستي لري

دا ښکاره خبره ده چې هغه څوک چې ستا له دښمنانو سره دوستي لري، حتمي ده چې ستا هر راز او خبره په ډېرې اسانۍ او منډه ستا د ښمنانو ته رسوي او له دښمنانو سره ستا د جنجال د رامنځته کېدو او ستا د رازونو څخه د دښمنانو د خبرېدو سبب ګرځي.

دريم:چاپړوس انسان ته راز مه وايه

چاپړوس انسان ته هيڅکله خپل راز مه وايه، ځکه چې چاپړوس انسان ډير د کمزورې ارادې او ګډوډ دريځ څښتن وي، چاپړوس انسان د هغه چا دی، له چا څخه يې چې څه تمه وي، نو يوازې هغه ته چاپړوسي کوي او نور د ټولې نړۍ د خلکو پروا نه لري نو کولای شي چې ستا رازونه هم په اسانۍ سره افشاء کړي.

څلورم: د لارې د سر سړي ته راز مه وايه!

راز چې عادي خبرې او کيسې نه دي بايد چې خپلو رازونو ته په درنښت وکتل شي او هر چاته خپل رازونه ونه ويل شي، د خلکو پېژندل او له هغې وروسته ورته راز ويل ډیر مهم دي، ځکه چې که هر اشنا او نا اشنا کس ته راز وويل شي نو څه معلومه ده چې هغه څوک دی او ستا راز به څنګه وساتلای شي.

پنځم: هغه چا ته چې د نورو تر اغيز لاندې وي

څوک چې د خپل دريځ او صلاحيت خاوند نه وي او د نورو تر اغيز لاندې راځي داسې خلکو ته خپل راز ويل په کار نه دي، ځکه چې راز بايد په هيڅ قيمت چاته ونه ويل شي؛ نو څوک چې د بل چا تر تاثير او اغيزلاندې راځي نو کله ممکن ده چې ستا رازونه دې محفوظ وساتي.

شپږم: زياتې خبرې کوونکي ته راز مه وایه

څوک چې ډېرې خبرې کوي هغه له خپل عادت نه مجبور وي او په هر مجلس کې د ډيرو خبرو او کيسو په اوږدېدو ټينګار کوي، خو دا خبرې او مجلس حتماً په خبرو غځيږي، چې کله کله ورسره نورې خبرې ختم شي نو يو وخت داسې راځي چې دغه ډول خلک د خلکو له رازونو څخه پرده کوي او رازونه يې افشاء کوي او خپل مجلسونه پرې ګرموي.

اووم: ټوکي کوونکو ته راز مه وايه

ټوکي کوونکو خلکو سره د خبرو، مجلسونو او خلکو اهميت نه وي، د هغه ټول او عمومي هدف دا وي چې يوازې خلک وخندوي هغه که په هر ډول وي، نو دغه ډول خلکو ته خپل راز ويل بيخي مناسب نه دي او داسې خلک به ددې ترڅنګ چې ستا رازونه به افشاء کوي، ددې سربيره به ستا په رازونو ملنډې هم وهي.

په دې اړه رحمان بابا فرمايلي دي:

د زړه حال دې چاته مه وايه رحمانه!
دغه يار به يار لري تا به رسوا کړي

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د