افغانستان

اشرف غني سبا هند ته ځي

نن ټکی اسیا (سه شنبه،۲۷وږی ۱۳۹۷ل): د ګډ حکومت مشر اشرف غني سبا چهارشنبه د يو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ هند ته ځي.

د ارګ سرچينې وايي، چې غني به د افغانستان سولې او د سيمې مسائلو په اړه په نوي ډيلي کې له هندي چارواکو سره وګوري.

تېره اونۍ د ګډ حکومت اجرائيه رييس عبدالله عبدالله هم د افغانستان او هند ګډو سوداګريزو توکو نندارتون کې د ګډون لپاره هند ته تللی و.

اشرف غني په داسې حال کې هند ته روان دی، چې د کابل ادارې او اسلام اباد ترمنځ له اوږدو لانجو او ناندريو وروسته يو ځل بيا اړيکې په نسبي ډول ښې شوي دي.

پاکستاني چارواکو ويلي، چې له افغانستان سره ښې اړيکې غواړي، خو په عين حال کې ټينګار کوي، په افغانستان کې د هند پوځي او استخباراتي حضور نه مني او همدارنګه هند هم د کابل او اسلام اباد له نږدې کېدو وېره لري.

د سياسي چارو کارپوهان وايي، چې د ګډ  حکومت چارواکي د اسلام اباد او نوي ډيلي ترمنځ په اړيکو کې توازن نه شي ساتلی او له تېرو څو کلونو راهيسې، چې کله هم اسلام اباد ته نږدې شوي، نوی ډیلی ترې خوابدی وي او که نوي ډيلي ته نږدې شي اسلام اباد ته دا منلو نه وي.

تر اوسه هم هند ته د اشرف غني د سفر اجنډا روښانه نه ده، خو د ارګ سرچينې وایي، چې نوموړی به هلته د افغانستان او سيمې په مسائلو له هندي چارواکو سره خبرې وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x