ننګرهار: د ټاکنو په وړاندې اعتراض کوونکي نيول شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه،۲۷وږی ۱۳۹۷ل): وروسته له هغه چې د لوی ملي ايتلاف له لوري په بلخ، هرات او کندهار ولايتونو کې د اعتراض په توګه د ټاکنو کميسيون دفترونه وتړل شول، پرون په ننګرهار کې هم د ياد کميسيون دفتر د اعتراض کوونکو له لوري وتړل شو.

پرون مازيګر د لوی ملي ايتلاف پلويانو د ننګرهار د ټاکنو کمیسيون دفتر مخې ته خيمه ودروله او په اعتراض يې لاس پورې کړ، خو د ننګرهار ولايت وياند پرون هم رسنيو ته وويل چې دوی به پرې نه ږدي چې اعتراض کوونکي اعتراض ته دوام ورکړي او دکميسيون دفتر وتړل شي.

نن د ننګرهار امنيتي چارواکو وويل چې ددغه ولايت د ټاکنو کميسيون مخې ته د اعتراض کوونکو خيمه يې ټوله کړې ده او شپاړس تنه اعتراض کوونکي يې نيولي دي.

د ننګرهار ولايت وياند عطاء الله خوږياڼي رسنيو ته ويلي دي چې اعتراض کوونکي يې د امنيتي ځواکونو په مرسته دکميسيون له مخې لري کړي دي او ۱۶ تنه هغه اعتراض کوونکي چې مقاومت يې کاوه د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوي دي.

د يادونې وړ ده چې په هيواد کې وروستۍ نا امنۍ، سياسي اړو دوړ او د ټاکنو پر شفافيت بې باوري ښايي چې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنې ټکنۍ کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د