نړۍ کې د سرطان ناروغي مخ پر زیاتېدو ده، تمباکو یې اصلي لامل دی. څیړنه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷ وږی، ۱۳۹۷ل): نوې څیړنې ښيي چې روان ۲۰۱۸م کال به په ټوله نړۍ کې له ۱۸ ملیونو څخه زیات کسان د سرطان پر مرګونې ناروغۍ اخته شي.

د روغتیا نړیوالې ادارې په یوه تازه راپوره کې ویل شوي چې سږ کال به په نړۍ کې له سرطان ناروغۍ څخه له لس ملیونو زیات ناروغان ومري، او نږدې ۱۸ ملیونه به نور پر دغه ناوړه ناروغۍ اخته شي.

تازه شمیرې ښيي چې له پنځه نارینه وو یو او له شپږو ښځوه یوه به د خپل عمر په اوږدو کې یو ځل پر دغې ناروغۍ اخته کیږي، همدغه راز ویل شوي چې د هېوادونو شتمن کېدل ډیر خلک د بیوزلۍ پر ځای د ژوند تېرولو انداز بدلولو له کبله پر دغې ناروغۍ اخته کیږي.

دغه شمیرې د سرطان په اړه د روغتیا نړیوالې ادارې لخوا په ۱۸۵ هېوادونو کې د سرطان ۳۶ ډولونه له نږدې څاري، چې د روان کال په پایله کې یې یادې شمیرې څرګندې کړي دي.

د معلوماتو له مخې ویل شوي چې د سږو سرطان پع کچه کې په ناڅاپي ډول زیاتوالی راغلی، چې د نړۍ په ۲۸ هېوادونو کې ددې کچه نور هم په لوړیدو ده.

په دغه راپور کې یوه حیرانونکې خبره دا زیاته شوې چې په شتمنو هېوادونو کې د ژوند انداز بدلیدو سره د سرطان ناروغي زیاتیږي، په دې کې د سږو، سینې او کولمو سرطان تر ټولو وړاندې دي چې د ۳۳ سلنه ناروغانو د مړینې لامل کیږي.

تمباکو/نشه د سرطان ستر لامل دی

په تمباکو او نشه کولو سره لومړی زیان سږو ته رسیږي، چې  له تمباکو څخه بېلابېلو نشو د سږي سرطان ناروغي زیاته کړې ده، ویل کیږي چې په دې کې د امریکا، هنګري، ډنمارک او چین هېوادونه په لومړي سر کې دي، چې ډیرې ښځې په کې د سږو په سرطان اخته دي.

د برتانیا سرطان څیړنې ادراې مسوول جارج بټرورت وایي: «د تمباکو/نشه استعمال د سږو سرطان تر ټولو ستر لامل دی، چې له کبله یې د پخوا په پرتله ډیرې ښځې د سږو سرطان پر ناوړه ناروغۍ اخته کیږي».

په دغه راپور کې د اټکل پر اساس ویل شوي چې روان ۲۰۱۸م کال به د ټولې نړۍ په پرتله په اسیایي هېوادونو کې د سرطان کچه لوړه شي او د مړینې کچه به هم هلته ډیره وي.

د پوهانو په وینا د سرطان ځینې وژونکي ډولونه په اسیایي هېوادونو کې شتون لري او د یادې سیمې نفوس هم ډیر دی، چې د بیلګې په ډول چین هېواد کې د ځیګر سرطان زیات موندل کیږي، چې ویل کیږي هلته یې تر ډیره حده پر وخت کره معاینات نه کیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د