سوريه: پر لاذقيه ښار د اسرائيلو بريد کې روسۍ الوتکه هم لادرکه ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه،۲۷وږی ۱۳۹۷ل): د روسيې د دفاع وزار ويلي، چې د اسرائيلو ايف شپاړس جنګي الوتکو د بريد پر مهال د سوريې په لاذقيه ښار کې روسۍ الوتکه هم لادرکه ده.

دفاع وزارت وايي، چې په دغه الوتکه کې څوارلس کسان سپاره وو.

د روسيې دفاع وزارت ويلي، دغه الوتکه ای ايل ۲۰ ماډل وه، د روم سمندرګي له پاسه يې پرواز کاو، چې د تېر شپې يوولس بجو راهيسې يې ورسره اړيکه پرې شوې ده.

روسيې له ۲۰۱۵ کال راهيسې د واکمن بشار الاسد په ملاتړ په سوريه کې د مخالفينو پر ضد بمبارۍ پيل کړي او د دغې کورنۍ جګړې پر مهال يې د بشار الاسد ملاتړ او د هغه د واک د ژغورنې ژمنه کړې، چې تر اوسه په کې بريالۍ ده.

روسيې، ایران، امریکا او د بشارالاسد حکومت په ګډ د مخالفينو پر ضد عملياتو او بمباريو کې تر اوسه د وسله والو مخالفينو سربېره له درې لکه او پنځوس زرو زيات ملکيان وژلي، تر دې زيات يې ټپيان کړي او لکونو نور يې مهاجر کړي دي.

اسرائيلو تر اوسه پر لاذقيې د بريد په اړه د رسنيو پوښتنو ته ځواب نه دی ویلي او د امریکا دفاع وزارت وايي، چې پر روسۍ الوتکې لګېدلی توغندی د امریکايي پوځيانو له لوري نه دی وېشتل شوی او په دې اړه د نورو جزياتو له ورکولو ډډه کړې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د