افغانستان

د هلمند امنيه قومندان طالبانو ژوندی نيولی

نن ټکی اسیا (سه شنبه،۲۷وږی ۱۳۹۷ل): د هلمند پخوانی امنيه قومندان عبدالرحمن سرجنګ چې اوسمهال د فراه ولايت د پرچمن ولسوالۍ د امنيه قومندانۍ معاون دی د طالبانو له لوري ژوندی نيول شوی دی.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي وايي چې قومندان سرجنګ د طالبانو له سیمې څخه په ښځينه لباس کې په عامه موټر کې سفر کاوه چې د طالبانو د معلوماتو او استخباراتو په بنسټ ونيول شو.

هغه وايي چې قوماندان سرجنګ طالبانو د تحقيقاتو او څېړنو له پاره يو خوندي سيمې ته بيولی دی چې وروسته به د نوموړي په اړه د طالبانو شرعي محکمه پريکړه کوي.

د يادونې وړ ده چې دا لومړی ځل نه دی چې طالبانو د امنيه قومندان په سطحه خلک نيسي، مګر تر دې وړاندې يې هم د دولت ګڼ شمير لوړ پوړي چارواکي او عسکر نيولي دي چې اوس هم د طالبانو په بند خونو کې شپې تيروي، چې د اخترونو او نورو مناسباتو پر مهال يې له زندان څخه خوشي کوي او يا يې محاکمه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالولی(فهیم)

اوس یی خوند وکړ زما هیله له طالبانو څخه دا ده چی ښه یی ودربوی او د هغه سوځول شوی شهید طالب غچ زینی واخلی.

pattang

دا احمق خو دلته هم خمار ده لکه چې د خلقیانو دوخت د وتکا پر ځایې په امریکایې شرابو خپله خیټه پړسولې وي دا جاهل کله د امریت لیاقت لري او شکل یې احمق ته ورته دی !

غوربندي

داسې یې ووهۍ لکه د رازي ډم ډول.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x