قیس احمد د بنګلدیش په غوره لیګ کې واخیستل شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷ وږی، ۱۳۹۷ل): د افغانستان نولس کلنې لوبډلې ځوان او تکړه لوبغاړی قیس احمد د بنګلدیش په پریمیئر لیګ کې د راجشاهي کینګز لوبډلې لخوا واخیستل شو.

قیس احمد اوسمهال تازه په کربین لیګ سیالیو کې خپله جادو د نړیوالو پر مخ وښوده چې د هغې لیګ پای ته رسېدو سره سم یې د بنګلدیش پریمیئر لیګ راجشاهي کینګز لوبډلې سره تړون لاسلیک کړ.

د بنګلدیش غوره لیګ سیالۍ به د ۲۰۱۹م کال په پېل کې د جنوري میاشتې له ۵مې نېټې څخه تر فبروري میاشتې ۸مې نیټې پورې ترسره شي، دا د بنګلدیش غوره لیګ شپږم پړاو دی چې د بنګلدیشي لوبغاړو په ګډون یو شمېر خارجي لوبغاړي هم په کې شامل وي.

ځوان لوبغاړي قیس احمد د نړیوالو پرمخ ثابته کړه چې یو غوره لیګ سوکه توپ اچونکی دی، نوموړي د ویسټ انډیز په غوره لیګ سیالیو کې دوه وار د شعیب ملک او همدا ډول د هاشم املا سترې ویکټې واخیستې.

قیس احمد د ویسټ انډیز په غوره لیګ کې سیالیو کې د سینټ لوشیا سټار لوبډلې سره یوځای و چې د خپلې لوبډلې په ګټه یې د پام وړ توپ اچونه وکړه، لوبډلمشر او مشر روزونکي يې پخپلې غوره کارکردګۍ خوښ کړل.

۱۷ کلن ځوان په کربین لیګ سیالیو کې د خپلې لوبډلې په ګټه ۸ لوبې او ۷ پاڼۍ ترسره کړې، چې ۷ ویکټې يې واخیستې، د نوموړي ۳-۱۵ د یاد لیګ غوره توپ اچونه وه، همدا ډول یې ټولې ۶۴ منډې هم جوړې کړې.

نوموړی په بنګلدیش غوره لیګ کې لسم افغان لوبغاړی شو چې لوبیږي، له دې وړاندې محمد نبي، راشد خان، حمید حسن، شاپور ځدراڼ، سمیع الله شینواری، محمد شهزاد، ظاهر خان او مجیب الرحمن هم لوبیدلي دي.

د یادونې وړ ده چې قیس احمد د ۱۹ کلنو ځوانانو نړیوال جام کې د افغانستان لوبډله په غوره توپ اچونه تر نیمه پایلوبې ورسوله، چې نوموړي په دغو سیالیو کې تر ټولو زیاتې ۱۸ ویکټې اخیستې وې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د