چمپیئنز لیګ: میسي هیټرېک وواهه او بارسلونا ستره بریا خپله کړه/ ویډیو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۸ وږی، ۱۳۹۷ل): د اروپا اتلانو لیګ په لومړۍ ګروپي سیالیو کې چې د بارسلونا او پي ایس وي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، بارسلونا پي ایس وي ته په څلور-صفر ماتې ورکړه.

د نړۍ نامتو او مشهور لوبغاړي لیونل میسي د اروپا اتلانو لیګ په لومړۍ ګروپي سیالۍ کې درې ګولونه ووهل او هیټریک یې ترسره کړ، چې په مرسته یې سیال لوبډلې ته د ۴-۰ په ستر توپير ماتې ورکړه.

د لوبې په ۳۱ دقیقه کې لیونل میسي ته د فري شاټ وهلو فرصت په لاس ورغی چې د فرصت څخه په استفاده یې په زړه پورې ګول وواهه، په همدې ډول په ۱-۰ لومړۍ نیمایي پای ته ورسېد.

د دویمې نیمایي پېل د دواړو لوبډلو لخوا ښه ترسره شو، مګر په ۷۴مه دقیقه کې د فرانسې هېواد مسلمان لوبغاړي عثمان ډیمبیلی د پام وړ مهارت سره شخصي ګول وواهه.

ورپسې څو دقیقې وروسته په ۷۷مه دقیقه کې لیونل میسي د ایوان راکټیچ په مرسته خپل دویم ګول وواهه، په ۷۹مه دقیقه کې د فرانسې مسلمان لوبغاړي اومتیتي د دویم ژیړ کارت ترلاسه کولو سره له سیالۍ بهر شو، وروسته په ۸۷مه دقیقه کې د سواریز په توپ میسي درېیم ګول وواهه او هیټریک یې ترسره کړ.

په دغه لوبه کې د سیال لوبډلې (فیلیپ سپورټ ورینجینګ) لخوا هیڅ کوم ګول ونه وهل شو، چې په پای کې سیالۍ د ۹۰ او ۵ دقیقو اضافي وخت وروسته په ۴-۰ پای ته ورسېده.

د ۲۰۱۸م کال په چمپيئنز لیګ ګروپي سیالیو کې لیونل میسي لوبغاړی شو چې هیټریک یې وواهه، نوموړي د روان کال لا لیګا سیالیو کې هم تر دې دمه د پام وړ لوبه ترسره کړې وه.

اوسمهال د چمپيئنز لیګ په ګروپي درېیمه سیالۍ کې د محمد صلاح او نیمار لوبډلې مخامخ دي، چې د غوره لوبې ترسره کېدلو تمه کیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د