اسیا جام: هانګ کانګ پر هند ریکارډ جوړ کړ خو بریا یې خپله نه کړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۸ وږی، ۱۳۹۷ل): د اسیا جام سیالیو کې د هانګ کانګ او هند لوبډلو ترمنځ په زړه پورې سیالۍ ترسره شوه چې هانګ کانګ لوبډلې نږدې وه د هند لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.

په دغه سیالۍ کې د هانګ کانګ لوبډلې لخوا هند ته سخت ځواب ورکړل شو خو په پای کې د هانګ کانګ لوبډلې ونکړای شول بریا ترلاسه کړي.

په دغه سیالۍ کې هانګ کانګ لوبډلې پر هند لوبډلې د لومړۍ ویکټې ۱۷۴ منډو ستره ملګرتیا جوړه کړه، چې د هانګ کانګ لوبډلې لپاره د لومړۍ ویکټې زیاتې منډې جوړولو ریکارډ شو، له دې وړاندې یې د ۱۷۰ منډو ملګرتیا جوړه کړې وه.

په دغه سیالۍ کې لومړی توپوهنه د هند لوبډلې وکړه چې د شیکر دهاون په زړه پورې سلیزې سره یې هانګ کانګ ته د ۲۸۶ منډو هدف وټاکه، دهاون ۱۲۷ او امیتاب رایډو ۶۰ منډې جوړې کړې، چې ایم ایس دهونې په صفر وسوځېد.

په ځواب کې د هانګ کانګ توپوهونکو د هند توپ اچونکو ته سخت ځواب ورکړ او لومړۍ ویکټه یې د ۱۷۴ منډو په جوړولو له لاسه ورکړه، خو وروستي توپوهونکو یې هانګ کانګ تاریخي بریا ته پرینښود او ۲۵۶ منډې یې جوړې کړې چې د ۲۶ منډو په توپير یې ماتې وخوړه.

په دې سیالۍ سره هانګ کانګ لوبډلې د سرېلنکا لوبډلې ملګرتیا وکړه او د اسیا جام څخه بهر شوه، چې له بله اړخه بنګلدیش، افغانستان، پاکستان او هندوستان سوپر فور پړاو ته لار وموندله.

د یادونې وړ ده چې تېره ورځ افغانستان لوبډلې سرېلنکا لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه، چې سرېلنکا لوبډله یې له سیالیو بهر او خپله دویم پړاو ته لار وموندله.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د