چمپیئنز لیګ: لیورپول پي ایس جي لوبډلې ته په وروستۍ دقیقه کې ماتې ورکړه /ویډیو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۸ وږی، ۱۳۹۷ل): د اروپا اتلانو لیګ په ګروپي سیالیو کې چې د لیورپول او پاریس سینټ جرمین (PSG) لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، لیورپول په زړه پورې لوبې ترسره کولو سره په وروستۍ دقیقه کې سیال لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د محمد صلاح لوبډلې (لیورپول) په لومړۍ ۳۶ دقیقو کې دوه ګولونه ووهل، چې یو دانیل ستوریج په ۳۰مه دقیقه کې او دویم د جیمس میلنر لخوا په ۳۶مه دقیقه کې په پینالتي شاټ ووهل شو.

د پي ایس جي لوبډلې (چې نیمار او کایلن مپاپی) یې هم برخه وو – لخوا توماس میونیېر په ۴۰مه دقیقه کې ګول وواهه چې تر ۸۳مې دقیقې لوبې په ۲-۱ دوام وکړ، په ۸۳مه دقیقه کې فرانسوي ځوان لوبغاړي کایلن مپاپی لخوا مساوي کونکی ګول ووهل شو.

په وروستي وخت کې چې تقریبا لوبه د مساوي کېدو په حالت کې وه د لیورپول لخوا روبرټو فرمینو چې ۲۰ دقیقې وړاندې لوبې ته داخل شو په اضافي وخت «۹۱مه» دقیقه کې درېیم ګول وواهه او بریا یې خپله کړه.

په دغې سیالۍ کې دوه نامتو مسلمان لوبغاړي (محمد صلاح او سعدیو مانی) د لیورپول لوبډلې لخوا لوبیږي، چې محمد صلاح د عادت په څېر په ننۍ لوبه کې ښه ونه ځلېد خو سعدیو مانی په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه.

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې په اروپا اتلانو لیګ سیالۍ کې د بارسلونا لوبډلې لخوا لیونل میسي په زړه پورې هیټریک وواهه او لوبډلې ته یې د پي ایس وي لوبډلې پر وړاندې په ۴-۰ ماتې ورکړه.

د لوبې لنډیز دلته وګورئ!

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د