سیاسي ګوندونه: حکومت د خپلې خوښې پارلمان جوړوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه،۲۸ وږی ۱۳۹۷ل): د ستر ملي ايتلاف غړو وروسته له هغې چې په بيلابيلو ولايتونو کې يې د اعتراض په توګه د ولايتونو د ټاکنو کميسيون دفترونه وتړل، دا ځل يې په کابل کې په دې اړه غونډه وکړه او دولت يې د خپلې خوښې د پارلمان په جوړولو تورن کړ.

د سياسي ګوندونه او ستر ملي ايتلاف غړي چې په کابل کې راټول شوي وو وويل چې له دغو ناستو او اعتراضونو څخه يې هدف دادی چې دولت په امنيت، سولې او په شفاف ټاکنيز بهير کې پاتې راغلی دی او غواړي چې د خپلې خوښې پارلمان داځل په ولس وتپي.

دغو اعتراضونو او جنجالانو په داسې حال کې زور اخيستی دی چې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنو ته يوازې يوه مياشت پاتې ده.

دغې غونډې ته د وينا پرمهال د ستر ملي ايتلاف اجرايوي رئيس احمد ضياء مسعود وويل چې « حکومت غواړي چې د درغلۍ له لارې دا ځل پارلمان ته د خپلې خوښې استازي واستوي او داسې پارلمان جوړ کړي چې د حکومت په خدمت کې او د حکومت هرې روا او ناروا ته سر خوځوي.

د جبهه نوين ملي افغانستان مشر انوارالحق احدي بیا په ټاکنو کې د بايو ميټريک سيستم د فعاليدو په اړه وويل چې دا طرحه ستونزمنه نه ده او په ټاکنو کې د شفافيت او روڼ والي ضمانت کوي، د هغه په وينا شرکتونو ورته ويلي دي چې د بايو ميټرک سيستم د ټاکنو په ورځ هم فعاليدلی شی.

بل لور ته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازي هم په ټاکنو کې د ممکنه درغليو په اړه انديښنه وښوده او ويې ويل چې موږ په ټاکنو کې له ممکنه درغليو خبر يو او بايد چې اړوندې ادارې دې ته متوجه شي ترڅو رڼې ټاکنې ترسره شي او زیاته يې کړه چې ټول سياسي ګوندونه او ډلې بايد په دې اړه په مسؤلانه توګه ګام پورته کړي.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د ستر ملي ايتلاف ګوند په بلخ، هرات، کندهار او ننګرهار کې د ټاکنو کميسيون دفترونه د اعتراض په توګه وتړل او له دولت څخه يې د ټاکنو د سيستم د بايو ميترک کولو او د رڼو او شفافو او له درغليو پاکو ټاکنو غوښتنه وکړه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د