علي القطان په دې ګناه ۱۵ کاله بندي و چې حسني مبارک ته یې ویلي «له الله وډار شه»

حسني مبارک ته «له الله وډار شه» ویونکی وفات شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۸وږی ۱۳۹۷ل): هغه مصري وګړی چې د دې هیواد پخواني ولسمشر (حسني مبارک) ته یې ویلي و «له الله وډار شه» او په همدې ګناه یې ۱۵ کاله په زندان کې تېر کړل، وفات شو.

علي مختار عبدالعال، چې په علي القطان هم شهرت لري، په ۱۹۹۳م کال په سعودي عربستان کې نیول شوی، بیا د مصر حکومت ته سپارل شوی او په ۲۰۰۷م کال له بنده ازاد شوی.

نوموړي په ۲۰۱۱م کال الجزیرې سره په مرکه کې خپله کیسه داسې کړې:

په مدینه منوره کې استوګن وم، د روژې میاشت وه، د نبوي مسجد په اول صف کې مې د لیله القدر شپه په عبادت تېره کړه. د سهار تر اذان لږ مخکې د اودس تازه کولو لپاره لاړم، چې بیرته راغلم امنیتي کسانو په دروازه کې د ننوتلو اجازه نه راکوله. د مصر پخوانی ولسمشر حسني مبارک په سختو امنیتي تدابیرو کې نبوي مسجد ته راغلی و. دا چې زه د سعودي د تشریفاتي ګارډ مشر پیژاندم نو زما په لیدو موسکی شو، د ننوتلو اجازه یې راکړه او د سهار لمونځ مې په جماعت ادا کړ.

تر سلام ګرځولو وروسته مې په حسني مبارک سترګې ولیدې چې د عربانو اوږد کمیس یې په تن و او زما په مخکني صف کې ناست و. داسې معلومېده چې د عمرې تر ادا کولو وروسته د نبوي مسجد زیارت ته راغلی و… هسې مې له خولې ووتل او ورته ومې ویل: «ولسمشره! له الله وډار شه او د الله په احکامو فیصله کوه»، په سړي لړزه راغله، په وارخطایۍ یې راوکتل او امنیتي کسان په منډه راغلل او له مسجد څخه یې بهر کړ.

د دوی تر وتلو څو دقیقې تېرې نه وې چې ناڅاپه خلک راغلل، زه یې یبلې پښې له مسجد وایستم او په موټر کې سپور کړم. یو کس رانه پوښتنه وکړه: «وسله دې چیرې ده؟»، زه موسکی شوم، نور مې هیڅ ونه ویل. بیا یې زما جیبونه او ټول بدن تلاشي کړ، له یو دسمال، مسواک، د عطرو بوتل، پیسې او د اقامې له اسنادو پرته یې هیڅ ونه موندل.

سعودي ضابط راته وویل: «مونږ دې په جنجال واړولو.. ولې دې هغه ته دا خبره کوله؟». ما وویل: «د نبوي مسجد په څیر مقدس ځای کې دا یوه عادي خبره ده».

بیا یې زه په جده کې د استخباراتو ودانۍ ته یووړم، له ما یې پوښتنې کولې، ما ورته وویل: «زه دلته له ۱۳ کلونو راهیسې استوګن یم، تر اوسه مې له قانون څخه هیڅ سرغړونه نه ده کړې، هغه یو پاچا دی او ما ورته د شریعت په چوکاټ کې نصیحت کړی».

علي القطان وايي:

بیا یې د مصر حکومت ته وسپارلم او قاهرې ته راوړم. هغه مهال د کورنیو چارو وزیر (محمد عبدالحلیم موسی) رانه وپوښتل چې ولې مې حسني مبارک ته دا خبره کړې؟، ما وویل: «که یو څوک د هیواد د مصالحو لپاره دغه خبره کوي نو په دې کې څه ستونزه ده؟».

وزیر وپوښتل چې چا دې کار ته هڅولی یم؟ ما ورته وویل چې د قرآن کریم هغو ایتونو هڅولی یم چې مونږ ته په دې امر کوي چې له الله تعالی څخه وډار شو او په احکامو یې فیصله وکړو.

نوموړی خپله کیسه غځوي او وايي:

زه یې زندان ته یووړم، د زندان چارواکو به ویل چې ستا په خلاف د هیڅ تور ثبوتونه نشته، مونږ ستا د خلاصون پرېکړه کړې وه خو د ولسمشر د دفتر رئیس لخوا سور څراغ راکړل شو. هماغه و چې ۱۵ کاله د زندان د تورو تمبو شا ته پاتې شوم او په دې موده مې سختې شکنجې او تعذیبونه وګالل.

علي القطان په ۲۰۱۱ کال له الجزیرې سره په یوې مرکه کې ویلي و، چې د زندان چارواکو ترې وغوښتل چې ولسمشر ته عریضه ولیکي او د خوشې کولو غوښتنه وکړي، خو هغه دا وړاندیز رد کړی و او همیشه به یې حسني مبارک ته د واکمنۍ د رانسکورېدو ښیرا کوله.

علي مختار عبدالعال (علي القطان) تر یوې نیمې لسیزې بند وروسته د ۲۰۰۷م کال د ډیسمبر په ۱۷مه له زندانه ازاد شو. نوموړي تېره ورځ د ۷۱ کلونو په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د