
د کورنیو چارو وزارت: د سیاسي ګوندونو پر وړاندې به وروستي اقدام ته اړ شو
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۸وږي، ۱۳۹۷ل): د کورنیو چارو وزارت وزیر وايي، که سیاسي ګوندونه د ټاکنو پر وړاندې خنډ اچولو ته دوام ورکړي، دوی به يې پر وړاندې وروستی اقدام وکړي.
ویس احمد برمک، تېر ماښام بلخ کې خبري غونډې ته په خبرو کې د سیاسي ګوندونو له لوري د ټاکنیزو دفترونو تړل نا مناسب ګام وباله.
د «لوی ملي ائتلاف» په نوم د سیاسي ګوندونو ټلوالې په کندهار، ننګرهار، هرات او بلخ کې د ټاکنو دفترونه وتړل.
په هرات او ننګرهار کې چارواکي وايي چې د ټاکنو دفترونه يې بېرته پرانیستي خو بلخ کې لا هم دروازه تړلې پاتې ده.
د ننګرهار چارواکي وايي د اعتراض کوونکو له ډلې يې ۱۶ تنه نیولي دي.
دا په داسې حال کې دی چې د جمعیت اجراییه مشر او د سیاسي ګوندونو د ائتلاف غړي عطامحمد نور په هرات کې د خپلو پلویانو په نیول کېدو توند غبرګون وښود او حکومت ته يې جدي ګواښ وکړ.
تېره ورځ ملګرو ملتونو هم د سیاسي ګوندونو اقدامات د ټاکنو پر وړاندې خنډ اچوونکي یاد کړل.
د ټاکنو کمیسیون د سیاسي ګوندونو د ورته اقداماتو په لومړۍ ورځ وویل، که وضعیت همداسې دوام وکړي، نو په یادو ولایتونو کې به ټاکنې وځنډول شي.