عزيز الله فضلي د کرکټ بورډ مشر وټاکل شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه،۲۸ وږی ۱۳۹۷ل): د افغانستان د کرکټ بورډ پخوانی مشر عاطف مشعل له دندې ګوښه کړل شوی او پر ځای يې د هغه مرستيال عزيز الله فضلي ټاکل شوی دی.

له ارګ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي دي چې له دې نه وروسته به د کرکټ بورډ مشري عزيزالله فضلي کوي.

د کرکټ د پخواني مشر عاطف مشعل په اړه وروسته له هغې د درغلۍ او فساد ګنګوسې ډيرې شوې چې د افغانستان د غوره ليګ سيالۍ له پاره يې د لوبغاړو بولي کې لوبغاړي وټاکل شول.

د کرکټ ملي لوبډلې يو شمير لوبغاړي چې په دغه بولۍ کې وانه خيستل شول په مشعل يې د سياسي او توپيري چلند تور پورې کړ.

که څه هم د ارګ په خبر پاڼه کې د عاطف مشعل د بلې دندې په اړه څه نه دي ويل شوي خو د کرکټ بورډ سرچينې وايي چې ښايي مشعل په کومه بله دولتي دنده وګمارل شي.

عاطف مشعل نژدې دوه کاله وړاندې د ۲۰۱۶ زيږديزکال د دسمبر په مياشت کې په دغه دنده ټاکل شوی و.

په دې وروستيو کې د هيواد د نورو ادارو ترڅنګ د کرکټ بورډ له ادارې هم د فساد او جنجالونو خبرونه ورکول کيږي چې د کرکټ د مينه والو او عامو افغانانو انديښنې يې راپارولي دي.

دوه ورځې وړاندې د کرکټ بورډ يو تن مامور د يو شعر ويلو په سر چې په کې د کرکټ بورډ په داخل کې له شته فسادونو پرده پورته شوې وه، د عاطف مشعل له لوري له دندې لرې کړل شوی و.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د