د ټاکنو کمیسیون: هڅه کوو، د ټاکنو پر ورځ رایه ورکوونکي بایومیټریک شي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۸وږي، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کمیسیون مسؤلین وايي دوی هڅه کوي، د ټاکنو په ورځ رایه ورکوونکي بایومیټریک کړي.

د دې کمیسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد نن په یوه خبري غونډه کې وویل، په دې تړاو يې له ځینو کمپنیوسره خبرې هم کړې دي، خو نهايي شوې نه دي.

د سیاسي ګوندونه یو ټینګار هم همدا و، چې باید رایه ورکوونکي بایومټریک شي.

د ټاکنو کمیسیون مشر د ټاکنو پر وړاندې د طالبانو تر څنګ له لیسته غورځېدلي نوماندان هم هغه کسان یاد کړل، چې ټاکنې ټکنۍ کوي.

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزیر په بلخ کې له عطامحمد نور سره له لیدنې وروسته رسنیوته وویل، چې سیاسي ګوندونه باید د ټاکنیزو دفترونو د تړلو پر ځای په ټاکنیزه پروسه کې ناظرین ډېر کړي.

د سیاسي ګوندونو ائتلاف څو ورځې وړاندې رسنیو ته زرګونه هغه جعلي تذکرې وښودلې، چې سټېکرې پرې لګول شوې دي، دوی دعوه کوي چې د رایه ورکوونکو شمېر هغه اندازه نه دی، لکه د ټاکنو کمیسیون او حکومت چې يې دعوه کوي، ځکه د بایومیټریک دعوه کوي.

سره له دې چې روان وضعیت ته په کتو ځینې شنونکي ټاکنې له خنډ سره مخامخ بولي، خو ګلاجان عبدالبدیع صیاد ټینګار وکړ، چې ټاکنې به د تلې پر اته ویشتمه ترسره شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د