نصيب رحماني

غزل/ نصیب رحماني

نصیب رحماني

شپه مې بې ساه انځور ته بیا تيره کړه
ما په ژړا انځور ته بیا تیره کړه

نن مې په خیال کې ځي راځي جانانه!
نن مې دا ستا انځور ته بیا تیره کړه

زما د زړه په کور تیاره، تیاره ده
تا د رڼا انځور ته بیا تیره کړه

ښه ده چې ته مې په حال نه کړي خبر
ښه ده چې ما انځورته بیا تیره کړه

داسې نمجنې سترګې ولي؟ ګرځي
نن دې د چا انځور ته بیا تیره کړه
ـــــــــــــ
نصیب رحماني

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د