ډاکټر غني نن تر غرمې مخکې نوي ډيلي ته ورسيد

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۸وږي، ۱۳۹۷ل): محمد اشرف غني نن تر غرمې مخکې د یو هئت په ملتیا نوي ډيلي ته ورسید.

ارګ وايي هغه به له نریندرا مودي سره له لیدنې وروسته د هند بنسټ په یوه غونډه کې هم خبرې وکړي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت هیله ښوودلې چې د افغانستان او هند تر منځ ستراتېژیکه ملګرتیا به لا غښتلي شي.

د دې وزارت ویاند راویش کمار پخپله ټویټر پاڼه د غني د ور رسېدو په اړه لیکلي، چې د ښاري پراختیا وزیر يې هرکلی کړی دی.

تېره اونۍ د ګډ حکومت اجرائيه رييس عبدالله عبدالله هم د افغانستان او هند ګډو سوداګريزو توکو نندارتون کې د ګډون لپاره هند ته تللی و.

محمد اشرف غني وروسته هغه هند ته سفر کوي، چې څو ورځې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر کوربه و.

د سياسي چارو کارپوهان وايي، چې د ګډ حکومت چارواکي د اسلام اباد او نوي ډيلي ترمنځ په اړيکو کې توازن نه شي ساتلی او له تېرو څو کلونو راهيسې، چې کله هم اسلام اباد ته نږدې شوي، نوی ډیلی ترې خوابدی وي او که نوي ډيلي ته نږدې شي اسلام اباد ته دا منلو نه وي.