د اسیا جام تر ټولو ستره سیالۍ، هند که پاکستان؟

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۸ وږی، ۱۳۹۷): د ۲۰۱۸م کال اسیا جام سیالیو تر ټولو ستره لوبه چې بې شمېره مینوال ورته انتظار دي نن چهارشنبه د مازیګر په ۴ بجې په دوبۍ لوبغالي کې پېل کیږي.

د پاکستان او هندوستان ترمنځ سیالۍ چې د کرېکټ په نړۍ کې تر ټولو ستره او زیات مینوال درلودونکي سیالۍ ګڼل کیږي د عربي اماراتو په دوبۍ لوبغالي کې نن ترسره کیږي.

د اسیا جام سیالۍ هر دوه کاله وروسته د مختلفو اسیایي هېوادونو ترمنځ چې اوس یې افغانستان هم مهمه برخه ګرځېدلې ده ترسره کیږي، چې په کې د هند او پاکستان ترمنځ سیالۍ تر ټولو ستره بلل کیږي.

د هند لوبډلې تېرې نږدې کارکردګۍ ته په کتلو سره اټکل کیږي چې د پاکستان پر وړاندې به د فشار احساس کوي چې دغه فشار څو لاملونه لري.

لومړی لامل یې د چمپیئنز ټرافي پایلوبې ستره ماتې ده، چې په ۲۰۱۷م کال په انګلستان کې د دواړو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، په دې سیالۍ کې پاکستان هند ته د ۱۸۰ منډو په ستر توپیر ماتې ورکړې وه.

دویم لامل یې د انګلستان پر وړاندې د یو ورځنیو او ټیسټ سیالۍ وې چې انګلستان هند لوبډلې ته په ۳-۲ او ۴-۱ سختې ماتې ورکړې.

درېیم لامل یې د هانګ کانګ لوبډلې سره د تېرې لوبې پایله ده، په دې سیالۍ کې هانګ کانګ پر هند د لومړۍ ویکټې تر ټولو زیاتې ملګرتیا جوړولو ریکارډ هم جوړ کړ، خو په وروستي وخت کې هند په بریا بریالی شو، د هانګ کانګ کارکردګۍ پر هند لوبډلې فشار زیات او مورال یې کمزوری کړی دی.

دغې لوبې ته په کتلو داسې بریښي چې هند لوبډله له تېر سخت فشار سره مخ ده، همدا ډول د ویرات کوهلي نه شتون هم د پاکستان لوبډلې مورال پورته کړی، شونې ده د پاکستان پر وړاندې له ماتې سره مخ شي.

له بل اړخه د پاکستان لوبډلې تېر نږدې سیالیو ته په کتلو بریښي چې لوبډله یې په غوره پرفارمنس کې ده، چې د توپوهونې، ډګر ساتنې او توپ اچونې په برخه کې یو شمېر لاسته راوړنې لري.

د یادونې وړ ده چې هند او پاکستان په اسیا جام سیالیو کې لس واره مخ شوي چې ۵ واره پاکستان او ۵ واره هند لوبډلې بریا خپله کړې ده، خو په عربي اماراتو کې لوبېدل بیا د پاکستان پر ګټه دي چې د ۷ په بدل کې یې ۱۹ لوبې ګټلې دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د