همایون همایون: سرور دانش د ملي خیانت مرتکب شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۸وږي، ۱۳۹۷ل): د ولسي جرګې لومړی مرستیال همایون همایون وايي د ارګ دویم مرستیال سرور دانش پر ملي خیانت مرتکب شوی.

هغه چې نن د ولسي جرګې د ناستې مشري کوله، پخپلو څرګندونو کې وویل، حکومت د ټاکنو د شفافیت ژمنه کړې وه، خو په وینا يې د ټاکنو کمیسیون اړوند پرېکړې د دانش په کور کې کېږي.

همایون وویل، سرور دانش باید په دې پوی شي، چې د ملي خیانت مرتکب شوی دی.

د سروردانش د دفتر مشر انور رحمتي د همایون څرګندونې بې اساس بللې او په وینا يې دانش په لویو او عمده مسائلو کې بوخت دی.

د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې د خبرو ډېر تمرکز د سروردانش پر پرونیو څرګندونو و، چې پر امنیتي تړون يې د بیا کتنې غږ د شخصي ګټو لپاره بللی و.

د ولسي جرګې غړو د حکومت پر مشرانو غږ وکړ، که د هېواد وضعیت ورته نورمال ښکاري او پر امنیتي تړون ټینګار کوي، نو بیا دې لطف وکړي او له بهرنیو هېوادونو دې خپل اولادونه را وغواړي.

تازه د ټاکنو کمیسیون ويلي، هڅه کوي د ټاکنو پر ورځ رایه ورکوونکي بایومیټریک کړې.

ګلاجان عبدالبدیع صیاد، د ټاکنو کمیسیون مشر په خبرې غونډه کې وویل، له څو کمپنیو سره يې په دې تړاو خبرې کړې، خو نهايي شوې نه دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د