
د اسلام اباد محکمې نواز شريف، د هغه لور او زوم له زندانه خوشې کړل
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۸وږي، ۱۳۹۷ل): د اسلام اباد عالي محکمې د پاکستان د پخواني صدراعظم نواز شريف، د هغه د لور مريم نواز او زوم محمد صفدر د بند سزا ځنډولې او هغوی يې نن ماښام ناوخته له زندانه خوشې کړل.
د روان کال په جولایي مياشت کې د اسلام اباد احتساب محکمې نواز شريف په لس کالو، مريم په اوو کالو او محمد صفدر په يوه کال بند محکوم کړی و، خو د نواز شريف ګوند، کورنۍ او وکيلانو يې دا سزا ناقانونه بللې وه او د هغه د خلاصون لپاره يې قانوني هلې ځلې کولې، چې نن يې بېرته له زندانه د خلاصولو پرېکړه شوې ده.
د نواز شريف مدافع وکيل خواجه حارث ويلي و، چې دغه سزا قانوني حیثیت نه لري او د اسلام اباد په عالي محکمې يا های کورټ کې يې د دغې سزا د لغوه کولو لپاره عریضه کړې وه، چې په پایله کې يې محکمې د دغې سزا د ځنډولو پرېکړه وکړه.
قانونپوهان وايي، چې د محکمې له لوري د نواز شريف د خلاصون پرېکړه د نواز شريف او د هغه د ګوند مسلم ليګ نواز لپاره لنډمهاله ګټه ده او شونې ده، چې د سترې محکمې په پرېکړه کې نوموړی له خپلې لور او زوم سره يو ځل بيا زندان ته ولېږدول شي.
د نواز شريف ورور شهباز شريف، د ګوند لوړپوړو غړو خواجه اصف، احسن اقبال او ګڼو نورو مشرانو د محکمې دغه پرېکړه د حق بريا بللې ده.
همدارنګه د جمعيت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن او عوامي نيشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان په ګډون د ګڼو سياسي ګوندونو مشرانو د نواز شريف د خلاصېدو هرکلی کړی دی.
د يادونې وړ ده، چې د نواز شريف مېرمن کلثوم نواز هم تېره اوونۍ د سرطان له امله مړه شوې او د هغې په جنازې کې د ګډون په موخه نواز شريف د درې ورځو لپاره په ضمانت خوشې شوی و او تېره ورځ بېرته زندان ته ولېږدول شو.