اسیا جام: افغانستان به راتلونکې سیالۍ له بنګلدیش، هند او پاکستان سره ترسره کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۸ وږی، ۱۳۹۷ل): په عربي اماراتو کې د اسیا جام ۱۴م پړاو سیالۍ روانې دي چې نن ورځ د یاد جام تر ټولو ستره سیالۍ د هند او پاکستان لوبډلو ترمنځ پېل شوې ده.

په دغو سیالیو کې تر دې دمه څلور سیالۍ ترسره شوي او نورې یې پاتي، چې هانګ کانګ له پاکستان او هندوستان څخه، او سرېلنکا له بنګلدیش او افغانستان څخه ماتې وخوړه چې له کبله یې له سیالیو بهر شوې.

تر دې دمه افغانستان لوبډلې یوازې یوه سیالۍ د سرېلنکا پر وړاندې ترسره کړې، چې سرېلنکا لوبډلې ته یې د ۹۱ منډو په توپير ماتې ورکړه او د اسیا جام سوپر فور پړاو ته یې لار وموندله.

سبا د سپتمبر په ۲۰مه د پنجشنبې په ورځ به افغانستان د اسیا جام په لومړي پړاو کې د سیال لوبډلې بنګلدیش پر وړاندې ټکر کوي، چې د یوې غورې سیالۍ ترسره کېدو تمه کیږي.

لکه څنګه چې دوه لوبډلې له سیالیو بهر شوي نو نورو څلور لوبډلو دویم پړاو ته لار موندلې ده، په دغه پړاو کې به هره لوبډله د بلې پر وړاندې یوه یوه سیالۍ ترسره کوي.

افغانستان به په دویم (سوپر فور) پړاو کې لومړۍ سیالۍ په ۲۱م سپتمبر د جمعې په ورځ په ابو ظهبي لوبغالي کې د پاکستان پر وړاندې ترسره کوي، دغه سیالۍ به د ورځې په ۱۲:۳۰ بجې پېل کیږي.

د سوپر فور پړاو دویمه سیالۍ به د بنګلدیش لوبډلې پر وړاندې په ۲۳م سپتمبر د یکشنبې په ورځ په ابو ظهبي لوبغالي کې ترسره کوي چې د ورځې په ۱۲:۳۰ بجې به پېل کیږي.

همدا ډول افغانستان لوبډله د سوپر فور پړاو خپله وروستۍ لوبه چې په ۲۵م سپتمبر ترسره کیږي د هند لوبډلې پر وړاندې کوي، دغه سیالۍ به د دوبۍ په ښکلي لوبغالي کې د ورځې په ۱۲:۳۰ بجې پېل کیږي.

د دغو سیالیو ترسره کېدو نه وروسته به د لوبډلو پرېکړه کیږي چې کومې لوبډلې به د اسیا جام پایلوبې ته لار مومي.

دا مهال د پاکستان او هندوستان ترمنځ سیالۍ دوام لري، چې پاکستان لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو یې یوازې ۱۶۲ منډې جوړې کړې، هند لوبډلې تر دې دمه توپوهنه نه ده پېل کړې.

تېره ورځ د باکستان لوبډلې پخواني اوپنر او د نړۍ مشهور مبصر رمیز راجه د افغانستان لوبډلې په اړه سرېلنکا ته له ماتې ورکولو وروسته ویلي وو چې کولای شي د نړۍ ستر لوبډلو ته ماتې ورکړي او د اسیا جام پایلوبې ته لار ومومي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د