د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت يو پلاوی سبا مسکو ته ځي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۸وږي، ۱۳۹۷ل): د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د مرستيال حکمت خليل کرزي په مشرۍ يو پلاوی سبا مسکو ته ځي.

په مسکو کې د افغانستان سفارت يوې سرچينې رسنيو ته ويلي دي چې د افغان پلاوي مشري د بهرنيو چارو وزات سياسي مرستيال حکمت خليل کرزی کوي چې له روسيې چارواکو سره به په بيلابيلو موضوعاتو خبرې وکړي.

سرچينې په دغه سفرکې د نورو چارواکو نومونه او شمير نه دی په ډاګه کړی.

بل لور ته د افغانستان د بهرنيو چارو وزير حکمت خليل کرزي نن په کابل کې د روسې له سفير الکساندر منتيسکي سره ليدلي دي او د دواړو هيوادونو په دوه اړخيزو او بيلابيلو موضوعاتو او هم د افغان پلاوي په سفر سره غږيدلي دي.

د يادونې وړ ده چې روسيې د روان زيږديز کال د ستمبر په ۴ مه نېټه د افغان سولې په اړه د يوې غونډې تابيا نيولې وه چې د امريکا او افغانستان د نه ګډون له امله وځنډېده.

په لومړي سر کې په ياده غونډه کې افغانستان د ګډون اراده ښودلې وه خو د امريکا د نه ګډون له امله افغانستان هم له خپلې خبرې په شا شو او په دغه غونډه کې يې ګډون ونه کړه چې له امله يې غونډه هم وځنډېده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د