اسیا جام: روهیټ شرما او شیکر دهاون د پاکستان غرور مات کړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۸ وږی، ۱۳۹۷ل): د ۲۰۱۸م اسیا جام تر ټولو ستره سیالۍ چې د هند او پاکستان ترمنځ ترسره شوه، بووینشور کمار په توپ اچونه، روهیټ شرما او شیکر دهاون په توپوهنه د پاکستان غرور ورمات کړ.

پاکستان لوبډله چې په تېره نیږدې کې يې په خپل عام پرفارمنس ډاډه وو، خو لکه څنګه چې يې له ځانه تمه وه هغسې کارکردګي يې ونه ښودله، او د توپوهونې په برخه کې ناکام ثابت شول، چې د چمپيئنز ټرافۍ اتل لوبغاړی فخر زمان په صفر اوټ کړل شو.

د هند او پاکستان ترمنځ سیالۍ د نړۍ یو له مشهورو هغو څخه وي، خو ننۍ سیالۍ چې پاکستان لومړی توپوهنه پېل کړه، په لومړي سر کې يې د ۳ منډو په بدل کې ۲ تکړه لوبغاړي له لاسه ورکړل، چې لوبډله یې له سخت فشار سره مخ شوه.

خو وروسته بابر اعظم او شعیب ملک د ۸۳ منډو په زړه پورې ملګرتیا وکړه، خو د بابر اعظم ویکټې او د شعیب ملک رن اوټ د ټولې لوبډلې د سوځېدو لامل شو، پاکستان په ۴۳.۱ اورونو کې ۱۶۲ منډې جوړې کړې، بابر اعظم ۴۷ او شعیب ملک ۴۳ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې د هند لوبډلې لخوا روهيټ شرما او شیکر دهاون د پاکستان توپ اچونکو غرور ورمات کړ، چې له پېله یې د چټکو منډو جوړولو تابیا نېولې وه، د محمد عامر په څېر ستر توپ اچونکی چې هر وخت یې د هند توپوهونکي له ستونزو سره مخ کړي وي نن د روهیټ او دهاون پر وړاندې ناکام ثابت شو.

هند لوبډلې خپله لومړۍ ویکټه په ۸۶ منډو له لاسه ورکړه، چې د شاداب خان په توپ روهیټ شرما د پنځوسیزې پوره کولو نه وروسته بولډ اوټ شو، ورپسې د فهیم اشرف په توپ شیکر دهاون د ۴۶ منډو په جوړولو وسوځېد، خو له دې وروسته هند کومه ویکټه له لاسه ورنه کړه.

وروسته د امیتاب رایډو او دینیش کارتیک لخوا د ۶۰ منډو ملګرتیا تر پایه وشوه، چې په همدې ډول هند لوبډلې پاکستان ته ټاکلی هدف په ۲۹ اورونو کې د ۲ لوبغاړو په سوځېدولو پوره کړ، د لوبې غوره لوبغاړی تکړه توپ اچونکی بوونیشور کمار شو چې د ۱۵ منډو په بدل کې یې ۳ لوبغاړي سوځولي وو.

د یادونې وړ ده چې هند او پاکستان لوبډلې د اسیا جام دویم پړاو (سوپر فور) ته لار موندلې ده، او د بنګلدیش او افغانستان سره له مخامخ کېدو وروسته به یو ځل بیا په دویم پړاو کې د هند لوبډلې سره مخامخ کیږي، چې ایا پاکستان به خپل بدل واخلي او که هند به پر پاکستان بل ریکارډ هم جوړ کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د