افغانستان

په هند کې د افغانستان سفير په ولسمشريزو ټاکنو کې د ګډون په موخه له خپلې دندې استعفا ورکړې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹وږي، ۱۳۹۷ل): په هند کې د افغانستان د ګډ حکومت سفير شيدا ابدالي له شپږ کالو دندې ترسره کولو وروسته تېره ورځ له خپلې دندې استعفا ورکړې ده.

نوموړي له ۲۰۱۲ کال راهيسې په هند کې د افغانستان سفير و او تېره ورځ، چې د ګډ حکومت مشر اشرف غني هند ته سفر وکړ، ښاغلي ابدالي ورته خپل استعفا ليک وړاندې کړ او بيا يې په خپل ټويټر هم خپور کړ.

شيدا ابدالي په خپل استعفا ليک کې له اشرف غني غوښتي، چې له شل کلن ډيپلوماټيک او په ځانګړې توګه په هند د افغانستان د سفیر په توګه له شپږ کلن ماموريت وروسته يې د هېواد د ملي ګټو په موخه استعفا ومنل شي او په وينا يې نور غواړي، چې په هېواد کې دننه د خپلو خلکو خدمت وکړي.

که څه هم تر اوسه شيدا ابدالي په خپله دا نه دي ويلي، چې تر دې وروسته به څه کوي، خو نوموړي ته نږدې  سرچينو رسنيو ته ويلي، چې ښاغلی شيدا ابدالي د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو خپلواک نوماند دی او غواړي د خپل ټاکنيز ټيم او کمپاين لپاره سر له اوسه کار وکړي.

تر ده وړاندې د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر هم د ګډ حکومت له مشرتابه سره له اختلافاتو وروسته استعفا ورکړې وه او وروسته روښانه شوه، چې هغه هم د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو نوماند دی او د دې لپاره يې خپل ټاکنيز ټيم هم ټاکلی دی.

ځينې ناتاييد شوي راپورونه وايي، چې د ملي امنيت پخوانی رحمت الله نبيل هم د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو نوماند دی.

راتلونکی ۲۰۱۹ کال  د ولسمشريزو ټاکنو کال دی، خو هلې ځلې ورته سر له اوسه پيل شوي او هر څوک هڅه کوي، چې په دغو ټاکنو  کې د بریا لپاره خپل مناسب مرستيالان او ټاکنيز ټيم پيدا کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمنان

دغه شيدا دكندهار دجهادي مدرسي استاد وو چه هغه داسي يومدرسه وه أميرالمؤمنين خاصه پاملرنه ورته درلوده په هغه وقت كي يه هم دغرب لپاره كار كاوه دمؤسسه دلاري خو موژ پدي نه پوهيدو چه هره مؤسسه او په هر نامه چه وي هغه دغربيانو استخباراتي اداره ده دبده مرغه ووس هم نه پوهيژو خپل مؤمن ولس ته مو په آزاده توگه دغربيانو لاس ورايله كړ‎یدی دمؤسسو دلاري
( إن السمع والبصر والفؤاد كل أولئك كان عنه مسؤولاً ) الآية

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x