د (الاالله)  ملت/ الياس فاتح

چې په زړه کې خليلي عزم موجود شي

دا اورونه به  ګلونه دنمرود شي

 

دا دنيا يو ضرورت او دين مقصد دی

هسې نه چې دا ضرور درته مقصود شي

 

د بشر هريو نظر به دې بورا شي

که صورت دې رنګ سيرت کې دمحمود شي

 

پاک شوده شي په ذره ګنده ويرانې

ښه عمل وي په رياء باندې مردود شي

 

که د(الاالله ) ملت سره يو ځای شي

له نړۍ به ورک  مشرک ، صليب ،يهود شي

 

دغماز لعين هر ظلم کمونيست وي

دجانان وطن مې هر مين داؤد  شي

 

ازادۍ ته فدايان داسې لوګي شول

لکه سره انګار کې  وچ  سپيلني دود شي

 

خوشبويانې به دامن فاتح راوړي

له وطن ځينې به ورک بوی دبارود شي

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د