غزني: د آب بند ولسوالي سقوط شوه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه،۲۹وږی ۱۳۹۷ل): تېره شپه طالب جنګیالیو د غزني د آب بند ولسوالۍ له پراخ برید وروسته نیولي.

د سیمه ایزو سرچینو په وینا د یادې ولسوالۍ پر مرکز طالبانو برید کړی چې په پایله کې یې ولسوالي او اړونده نوري حکومتي ودانۍ په ټولیز ډول د طالبانو تر واک لاندي راغلي.

طالبانو هم خبر ورکړی چې د غزني د اب بند ولسوالۍ یې تېره شپه د یو فراخ تعرضي برید په پایله کې له دولتي ځواکونو نیولي، او په خبره یې عسکرو ته یې ګڼه مرګ ژوبله اړولي.

د طالبانو لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په جګړه کې د حکومتي ځواکونو 3 عرادي ټانكونه او1 رینجر موټر ویجاړ شوي او لوی شمېر وسلې او مهمات یې د دوی لاس ته ورغلي دی.

نژدې یوه میاشت تیریږي چې طالبانو د غزني پرښار هم برید وکړ چې اتیا سلنه ښار یې د څو ورځو لپاره په خپله ولکه کې وساته.

ویل کیږي چې د غزني د 19 ولسوالیو له جملې نه یوازي 5 ولسوالۍ د دولت په واک کې دي چې یوه یې هم تېره شپه د طالبانو له لوري سقوط شوه.

طالبان ادعا کوي چې د غزني ښار یې اوس هم تر محاصرې لاندي دی.

دولتي لوري لا تر اوسه د آب بند ولسوالۍ د سقوط په اړه څه نه دی ویلي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالولی(فهیم)
میلمه
عبدالولی(فهیم)

ډیر عالی الله ج دی طالب مبارزین ژوندی لری او تل دی ورته بریاوی په نصیب کړی د اسلامی امارت د سرښندونکوو مجاهدینو د لا بریاوو په هیله.

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

محلد علومی دداخله وزیر کیدو وخت کی د ولسوالیو فتحی زیاتی شوی شوړه مار پارلمان علومی ولسی جرګی ته راوغوښت چه څه خبره ده یعنی د ټولو پرتوګ غاشونه سست شوی وو مطلب یی دا وو چه له علومی واوری که حالات تیښتی ته نزدی شوی چه ملاوی وتړو او له هیواده بهر د بادارانو هیوادو ته وتښتو، کمونست علومی ورته په دی جملو ډاډ ورکولو هڅه وکړه: غم مه کوۍ اوس د ولسوالیو د سقوط وار دی ډير وخت نیسی چه ټولی سقوط شی، بیا به د ولایاتو وار شی د ولایاتو له سقوط وروسته به د کابل او… نور لوستل »

zadran
میلمه
zadran

بیلکل بیانزی صاحب.علومی سویدن ته تیښته وکړه ،او تا لندن ته تیښته وکړه ،خپلی خیټی مو د یورپ په سوسیال ورتوان کړی.او موږ(عام ولس)مو د طیاری بمباری ،او بلکه بارودو ډوړو ته پریښودلو.سیاسی مشران د ملت مور پلار په شان ساتنه کوی.ایله بیله چه تاسو خپل ځانونه یورپ ته ورسول.دا مو ارمان ،